لښکرګاه (پژواک ٢٧ غويى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د “هلمند سيند” مشاعره تېره شپه د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس علي شاه مظلوميار پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مشاعره د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې تېره شپه اته بجې پيل او دوه بجې پاى ته ورسېده.
د ده په وينا، په دې مشاعره کې د ګڼ شمېر ولايتونو د لسګونو شاعرانو ترڅنګ د هلمند چارواکو او د ولسي جرګې غړو برخه اخيستې وه.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د مشاعرۍ په لومړۍ برخه کې په خپله وينا کې شاعران په هېواد کې د سولې، امنيت او نشه يي توکو د مخنيوي په موخه شعرونو ويلو ته وهڅول.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، چې په دې مشاعره کې د حماسي شعرونو ترڅنګ عشقي او طنزي شعرونه ولوستل شول او تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې.
دى وايي، شاعرانو په خپلو شعرونو کې د ګوشتې پېښې، ډيورنډ کرښې او د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي په اړه خپل احساسات بيان کړل.
د نوموړي په وينا، دغه راز هغوى د دولتي چارواکو د سمون، د اداري فساد د له منځه وړو او د افغانانو د ويښولو او يووالي په موخه شعرونه وويل.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن