ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د پاکستان او ايران ضد لاريون وشو

جلال اباد کې د پاکستان او ايران ضد لاريون وشو

author avatar
18 May 2013 - 15:55
جلال اباد کې د پاکستان او ايران ضد لاريون وشو
author avatar
18 May 2013 - 15:55

جلال اباد (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): په ننګرهار کې د ولسي تحريک ګوند سلګونو پلويانو د پاکستان او ايران پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.

ياد لاريون د غويي په ٢٨مه د جلال اباد ښار له څلورمې ناحيې پيل او په پښتونستان واټ کې يې پاى ته ورساوه.

لاريون کوونکو د ((مرګ پر ايران، مرګ پر پاکستان او مرګ د افغانستان پر فاسدې ادارې.)) شعارونه ورکول او پر پښتنو يې غږ کاوه، چې نور دې ويښ شي او دوى ته جوړې ټولې دسيسې دې شنډې کړي.

د دغه ګوند د ننګرهار څانګې مرستيال روح الله عيسى زي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د پښتنو پر ضد لويې دسيسې جوړې شوې او لا هم جوړيږي.

هغه زياته کړه: ((پښتون ترهګر نه دى، د چا بچى نه وژني او نه جنګ خوښوي، خو دا هر څه د ګاونډيانو، فاسدې ادارې او نړيوالې ټولنې کار دى.))

دى وايي، چې دوى ته د ډيورنډ کرښه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او پاکستان دې نور د ډيورنډ له کرښې تېر شي.

نوموړى زياتوي، څو ورځې وړاندې د ايراني ځواکونو له خوا په سرحد کې د ١٠ افغانانو وژنه او د نهو نورو ټپي کول په کلکه غندي او پر ټولو ګاونډيو هېوادونو غږ کوي چې خپل حدود دې وپېژني.

عيسى زى وايي، چې د بن له لومړۍ غونډې راهيسې د پښتون مېشتو سيمو د څپلو لپاره ډرامه روانه ده.

د لاريون يو بل ګډون کوونکى عليم فراهي پژواک اژانس ته وويل، چې له يوې خوا پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاوره پوځي تاسيسات جوړ کړي، بلخوا ايران ستونزې راولاړوي او افغان دولت يې پر وړاندې بېخي جدي اقدام نه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ مجبور يو چې په خپله ټوپک په لاس کې واخلو او له خپلې خاورې دفاع وکړو.))

ده وويل: ((د ولسمشر ډېر نږدې کسان دي چې د ګاونډي هېوادونو ملاتړ کوي.))

لاريون کوونکو د حکيم شجاعي پر ضد هم شعارونه ورکول.

حکيم سجاعي هغه څوک دى، چې په اروزګان ولايت کې پښتانه ګواښي او تر اوسه پورې يې ١٢٠ پښتانه په بېلابېل ډول وژلي دي.

دغه سوله ييز لارون شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ، په پاى کې يې يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم رسنيو ته اعلام شو.

ياده دې وي، په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لاريونونو په ترڅ کې د ګاونډي هېوادونو هغه عملونه چې له مخې يې ښه ګاونډيتوب ته ژمن نه دي، په کلکه وغندل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.