ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علي سينا وژونکي اعدام شول

د علي سينا وژونکي اعدام شول

author avatar
18 May 2013 - 12:33
د علي سينا وژونکي اعدام شول
author avatar
18 May 2013 - 12:33

هرات (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د ولسمشر د فرمان له مخې، په هرات کې هغه دوه تښتوونکي اعدام شول، چې د يو سوداګر اته کلن زوى يې تر تښتونې وروسته وژلى و.

د دغه وژل شوي ماشوم علي سينا پلار نصير نوروزي، چې مېرمن يې هم ترڅنګ ورسره ولاړه وه، د هرات د محبس له مخې خبريالانو ته وويل، خوښ دى، چې د ولسمشر کرزي د غوښتنې له مخې يې د زوى وژونکي اعدام شول.

دى وايي، که مجرمينو ته سزا ورکړل شي، د تښتونو، غلاوو او وژنو مخه به ونيول شي.

جليل احمد او عبدالسميع، چې د ٣٠  او ٣٥  کلونو ترمنځ عمرونه يې لرل، نن لس بجې د هرات په محبس کې د ولسمشر کرزي د هغه فرمان له مخې اعدام شول، چې څو مياشتې مخکې يې د يوه سوداګر زوى تر تښتونې وروسته وژلى و.

له دغو کسانو سره مل دوه مېرمنې او څلور نارينه له ٦  تر ٢٠ کلونو پر تنفيذي بند محکوم شول.

د مدني ټولنې او بشري حقونو فعاله ګلثوم صديقي د يادو مجرمنيو اعدام ښه پيل وباله او زياته يې کړه، چې د قانون په پلي کېدو سره به د خلکو سر او مال خوندي شي، د تښتونو او نورو جرمونو په کچه کې به کموالى راشي.

د دې په وينا، دې ته ورته نور مجرمين هم شته، چې بايد سزا ورکړل شي.

دغه راز د هرات والي داوود شاه صبا پژواک اژانس ته وويل، د سلو نورو مجرمينو د اعدام حکم هم راغلى او په دې ډله کې هغه کس هم شامل دى، چې تېر کال په هرات ښار کې د يوې چاودنې په تور نيول شوى وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.