چاريکار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٢): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د کابل _ پروان پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول.
د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر سمونمل محمديونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٧ بجې د بګرام دوسرکه سيمې ته نږدې د کرولا او سراچې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.
د پروان د عامې روغتيا رييس محمدقسيم سعيدي وايي، چې د پېښې ټپيان د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول او دوه برسېرنه ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د هغه په وينا، پاتې درې ټپيان چې د يوه يې روغتيايي حالت نازک دى، په همدغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
محمديونس پرديسي وايي، چې په ياده پېښه کې مړ شوى ځوان او دوه ټپيان د پروان ولايت د مرکز اوسېدونکي دي.
د پنجشېر د پوهنې رييس عبدالمقيم حليمي پژواک ته وويل، چې پاتې نور درې ټپيان د پنجشېر د پوهنې رياست کارکوونکي دي.
دى وايي، چې له دغو کسانو څخه يو د لوګر، بل د لغمان او درېيم يې د کندوز اوسېدونکي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن