ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د مخالفينو د بريدونو پر وړاندې امنيتي تدابير ټينګ کړي”

“حکومت دې د مخالفينو د بريدونو پر وړاندې امنيتي تدابير ټينګ کړي”

author avatar
19 May 2013 - 15:20
“حکومت دې د مخالفينو د بريدونو پر وړاندې امنيتي تدابير ټينګ کړي”
author avatar
19 May 2013 - 15:20

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): مشرانو جرګې د کابل په شاه شهيد سيمه کې شوى ځانمرګى بريد وغانده او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره اړين او کلک تدابير ونيسي.

ياد بريد د غويي په ٢٦مه د يوه کرولا موټر په وسيله د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د شاه شهيد پر لومړي سړک رامنځته شو، چې په پايله کې يې شپږ بهرني پوځيان، د درېيو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي ووژل شول او ٤٢ تنه ټپيان وو.

په دې پېښه کې ٣٠ ملکي او دوه د بهرنيو ځواکونو موټر او لس کورونه زيانمن شول.

د دغه بريد مسووليت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي چې له دولت او په هېواد کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره وسله وال مخالفت لري، پر غاړه اخيستى دى.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي د ياد بريد د غندنې ترڅنګ وويل: ((دغه بريد که د هرچا له خوا شوى وي که طالبانو او يا هم حزب اسلامي کړى وي، د بښنې وړ نه دى.))

د هغه په وينا، د افغانستان خلک له پاکستاني طالبانو ګيله نه لري، چې ځانمرګي بريدونه کوي، ځکه چې هغوى د افغانستان دښمنان دي، خو له حزب اسلامي څخه ګيله لري، چې ولې دا ډول بريدونه کوي.

رهايي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له حزب اسلامي سره دې د سولې خبرې بندې کړي، ځکه چې په هېواد کې ځانمرګي بريدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پلاوى کابل ته د خبرو په موخه راغلى و.

په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس هم د شاه شهيد بريد غندنه وکړه او ويې ويل، چې امنيتي ارګانونه بايد د بريدونو د مخنيوي لپاره اړينې هڅې وکړي.

د هغه په وينا، د افغان ځواکونو کمزورتيا ده، چې د دا ډول بريدونو مخه نه شي نيولى.

د يادې جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم وويل، چې دغه جرګه دا ډول بريدونه غندي.

هغه يادونه وکړه، چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او هغه حزب اسلامي تر منځ بايد تفکيک وشي، چې له دولت څخه يې د فعاليت جواز اخيستى او همکاري ورسره لري.

 دغه راز د پکتيا استازي عبدالحنان حقويون د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې تور پورې کړ، چې ولسمشر د ګاونډيو هېوادونو جاسوسان په ارګ کې پر دندو ګومارلي دي.

ده په دې اړه د هېچا نوم ياد نه کړ او نه يې هم کوم اسناد وړاندې کړل.

خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د حقويون څرګندونې په کلکه رد کړې او ويې ويل: ((په دې اړه موږ اسناد نه لرو، چې ولسمشر دې بهرني جاسوسان پر دندو ګومارلي وي، بې اسنادو څرګندونې بايد ونه کړو.))

خو هغه له ولسمشر څخه وغوښتل، چې په کار پوه او وړ کسان پر دندو وګوماري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.