دويم تعقيب : مزارشريف (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د سرپل ولايت مقام مخې ته چاودنه شوې، خو چاته يې زيان نه دى اړولى.
عيني شاهدان وايي، چې دا چاودنه نن (د غويي ٢٩مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د ولايت مقام ودانۍ مخې ته په ٥٠ مترۍ کې وشوه.
د عزيز الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ولايت د کار کوونکو د موټرو او نورو وسايطو په تمځاى کې شوې، خو لا معلومه نه ده، چې څه ډول چاودنه وشوه.
دى وايي، چې تر چاودنې وروسته پر يو شمېر موټرو کې اور لګېدلى او سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوې ده.
د سرپل دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د موټرو په تم ځاى کې په يوه موټرسايکل کې شوې .
د هغه په وينا، کېداى شي په يوه موټرسايکل کې داور لګېدو له امله چاودنه شوې وي او بيا ورسره نږدې بل موټرسايکل هم اور اخيستى دى.
د حيدري په وينا، په دې چاودنه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى، يواځې مالي زيانونه يې درلودل.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن