ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د خلکو غوښتنې

د غزني د خلکو غوښتنې

author avatar
19 May 2013 - 16:10
د غزني د خلکو غوښتنې
author avatar
19 May 2013 - 16:10

غزني ښار (پژواک ۲٩ غويي ٩٢): د غزني اوسېدونکي له حکومت او نړېوالې ټولنې د امنيت د ټينګښت، د بېکارۍ د له منځه وړو، د پوهنې بهير چټکتيا، د ښځو حقونو پر ځاى کول او په بهر کې لوړو زده کړو ته د زمينې مساعدولو غوښتنې کوي.

د غزني د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د خلکو مهمې غوښتنې، چې په لومړيتوب کې راځي، په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د بېکارۍ له منځه وړل دي.

د هغې په وينا، د غزني په ٧٠ سلنه سيمو کې ډاډمن او خوندي ژوند نشته او دې ستونزې بېکاري او د ځوانانو وزګارتيا له حده زياته کړې ده، چې بايد تر ټولو لومړى امنيت او ورپسې د کاري زمينو په موندلو کې هڅه وشي.

نوموړې زياته کړه، چې که په غزني کې ډاډمن امنيت واى، نو اوس به پر سترو پراختيايي پروژو کارونه روان و او د بېکارۍ ستونزه به هم ورسره ختمه شوې وه او دغه راز به پانګه والو وړې فابريکې جوړې کړې وې او خلکو ته به کار پيدا شوى و.

د دې په خبره، د امينت ټينګښت او د بېکارۍ له منځه وړل د ټول غزني د خلکو ګډې او لومړنۍ غوښتنې دي.

د ولايتي شورا يو بل غړى حميدالله نوروز هم ورته خبره کوي او زياتوي، چې په سيمه کې د کرنې پراختيا او توليدي فابريکو جوړېدل به د خلکو د بېکارۍ ستونزه له منځه يوسي او د خلکو اقتصاد به پياوړى شي او سوله به ټينګه شي.

د هغه په وينا، د خلکو اساسي غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې، نه يې امنيت خوندي شوى او نه ورته سالم مصروفيت پيدا شوى، چې خپل راتلونکى ورغوي او اقتصاد يې پر پښو ودريږي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال د ناامنۍ او په سيمه کې د بېکارۍ له امله زرګونه ځوانانو په پرديو هېوادونو کې په خوارۍ مزدورۍ لګيا دي، که دلته د کار زمينه ورته برابره شي، نو څه اړتيا ده، چې په پردي هېواد کې کار وکړي.))

د غزني ښار اوسېدونکې زهره بيا د نجونو لپاره د زده کړو وړ شرايط او د نجونو لپاره کاري اسانتياوې غواړي.

هغې د مېرمنو د حقونو د خونديتوب او د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کوي.

نوموړې زياتوي، چې پر مېرمنو د تاوتريخوالي د ستونزې تر څنګ د زده کړو د وړ شرايطو نشتوالى او تر زده کړو وروسته د کاري زمينو نشتوالى د نجونو او مېرمنو تر ټولو ستره ستونزه ده.

يو تن معيوب محمداشرف وايي، چې څو کاله مخکې يې د ماين په چاودنه کې پښه له لاسه ورکړه، خو تر دې مهاله يې نه ژوند ته پاملرنه شوې او نه کوم مناسب کار ورته موندل شوى دى.

د ده په خبره، تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې، خو چې کله يې د دندې موندلو په موخه دولتي ادارو ته مراجعه کړې ده، چا يې خبرې ته غوږ هم نه دى نيولى.

دى وايي، چې ټولو معيوبينو ته دې کاري اسانتياوې برابرې شي او هم دې په دولتي ادارو کې د رسمي ماموريت دندې ورکړل شي.

د محمدعمر په نوم يو زده کوونکى بيا د امنيت او کار تر څنګ د زده کړو وړ شرايط او په بهر کې د لوړو زده کړو اسانتيا د ستونزو حل بولي.

د ده په خبره، په دولت کې اوس داسې کسان په کار ګومارل شوي، چې نه کافي سواد او زده کړه لري او نه هم کاري تجربه لري.

نوموړى غواړي، چې په دولت کې د اړيکو او واسطو له مخې د ګومارنې پروسه نوره له منځه يوسي او کار اهل کار ته وسپارل شي، په دغه کار سره به لوستو او کار وړ خلکو ته له يو لوري د کار زمينه برابره شي او له بل لوري به د ځوانان په منځ کې د بېکارۍ ستونزه له منځه ولاړه شي.

د سولې شورا غړى ديني عالم مولوي حکيم الله هم وايي، چې د خلکو عمده غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې او نه يې لومړنۍ اړتياوې پوره شوې دي.

نوموړى وايي، د امنيت ټينګښت، بيارغونه، د خلکو د بېکارۍ له منځه وړل اساسې غوښتنې دې، چې بايد پوره شي او د ولس غږ واورېدل شي.

نوموړى له وسله والو هم غوښتنه کوي، چې له جګړې لاس واخلې له افغان دولت سره سوله وکړي، د بيارغونې او زده کړو مخه دې نه نيسي.

مولوي حکيم الله وايي، وسله والو خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي، د خلکو په کورونو کې په زور سره ډوډۍ خوري، جګړه د کليو په منځ کې کوي، د ماشومانو او ښځو ژوند ورته ارزښت نه لري. دى له وسله والو غواړي، چې ولس تر فشار لاندې رانه ولي او ژوند ته يې پاملرنه وکړي.

په غزني کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې مرستيال غني غالب هم په دغه ولايت کې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره ښه امنيت، پراختيايي چارې، باکيفيته زده کړې، د کرنې د سيستم اصلاح او د اوبو لګولو د څو سترو بندونو جوړول د خلکو اصلي او اساسي غوښتنې بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په ښاري سيمو کې يو څه اسانتياوې شته، خو په لرې پرتو سيمو کې خلک غواړي، چې په امن کې ژوند وکړي د پراختيايي چارو له پيل سره به ورته کاري زمينې برابرې شي او اقتصاد به يې پر پښو ودرېږي.

دغه راز يو ځمکوال حاجي محمد رسول د خلکو د اقتصادي پياوړتيا اصلي سرچينه کرنه او د اوبو لګولو د سيستم رغونه اړينه بولي او زياتوي، که د خلکو کرنيز اقتصاد پياوړى شي د خلکو ډېرى ستونزې به له مخه لرې شي.

هغه وايي، په غزني کې د خلکو اقتصاد په کرنه ولاړ دى، د پخوا په پرتله د کارېزو اوبه کمې شوې دي، نو د دې ستونزې د حل لپاره دې د بندونو جوړلو کار پيل شي، چې هم به خلکو ته په کې کار پيدا شي او هم به پراخې دښتې تر اوبو لاندې شي.

د نوموړي په وينا، که دغه کار څلور پنځه کاله پخوا شوى واى اوس به د خلکو په اقتصادي ژوند کې ډېر پرمختګ راغلى و او هم به د اوسنۍ بېکارۍ له امله نا امني دومره نه پراخېده، لکه اوس چې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.