کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): ايساف وايي، چې په افغانستان کې يې يوه لويه بار وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا (سي ١٣٠) ډوله الوتکې نن د افغانستان په لوګر ولايت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
سرچينه زياتوي، چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په سيمه کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه هم نه دي ليدل شوي.
د يادونې ده، چې تېره مياشت هم په ياد ولايت کې يوې قراردادي چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه او وروسته يې عمله، چې ډېر يې ترکي انجينران وو، د طالبانو له خوا وتښتول شوه، خو څو ورځې مخکې بېرته خوشي شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن