ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا د امنيتي اندېښنو له امله وتړل شوه

author avatar
20 May 2013 - 17:38
author avatar
20 May 2013 - 17:38

خوست ( پژواک، ٣٠ غويى ٩٢): د خوست ولايتي شورا د امنيتي اندېښنو له امله خپله دروازه وتړله.

د خوست د ولايتي شورا مشر سيدکريم خان خاکسار په يوه خبري ناسته کې  وويل، چې خوست امنيه قوماندانۍ ترې ساتونکي اخيستي او د ولايتي شورا د غړو امنيت له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي وايي، چې له څو ورځو راهيسې ورته راپورونه ورکول کيږي، چې د خوست په ولايتي شورا او غړيو يې ښايي بريد وشي.

د خاکسار په خبره، په ځای د دې چې امنيه قومانداني ورته امنيتي تدابير زيات کړي  ساتونکي يې ترې اخيستي  او د ټولې ولايتي شورا لپاره يې څلور کسان ورکړي دي.

د هغه په وينا، که د ولايتي شورا د امنيت په اړه له سره غور ونشي ، نو تر هغه به د شورا دروازه تړلې وي او دوى به دندې ته ولاړ نشي.

د خوست ولايتي شورا  منشي مراد خان منګل هم دامني،چې د شورا د وکيلانو امنيت  خوندي نه دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل،له هغې ورځې ،چې ساتونکي تللي د شورا د دفتر او وکيلانو د خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

د شورا غړې بي بي حکمينه وايي ،چې پخوا يې دوه ساتونکي لرل ، خو اوس يې ساتونکي نشته او د وېرې احساس کوي.

د حکمينې په خبره ،که يې د امنيت ستونزه هواره نشي، نو د شورا وکيلان حاضر نه دي ،چې خپلو دندو ته ولاړ شي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب پژواک اژانس ته وويل،چې د وزارت له لوري د راليږل شوي طرزالعمل له مخې يې د شورا د امنيت لپاره  څلور پوليس ورکړي دي.

هغه زياتوي، چې دوی له طرزالعمل څخه سر غړونه نشي کولی او د ساتونکو زياتول د دوی له وسې لوړ کار دی.

دا په داسې حال کې ده،چې نن د غويي په ٣٠مه د بغلان په ولايتي شورا ځانمرګي بريد وشو ،چې له امله يې د شورا د رييس په ګډون  ١٣ تنه  ووژل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.