هرات (پژواک ٣١ غوىى ٩٢): چارواکي وايي، د هرات په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتونکو موټر پر ماين ختلى او اوه ساتونکي يې وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د غويي په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار رامنځ ته شوه، چې له امله يې د عامه ساتنې پوليسو دوه افسران او پنځه سرتېري ووژل شول.
نوموړى وايي، د دوى رينجر موټر له سلما بنده د هرات ښار پر لور را روان و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.
دى زياتوي، چې د پوليسو له لوري په سيمه کې عمليات پيل شوي، خو تر دې مهاله يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي.
د احمدي په خبره، دغو سرتېرو په سيمه کې د سلمابند د ساتنې دنده هم پر غاړه لرله.
چشت ولسوالۍ له مرکزه ١٧٠ کيلومتره لرې سوېل لور ته پرته ده.
شاوخوا لس ورځې مخکې افغان ځواکونو د لوېديځ په څلورو ولايتونو هرات، فراه، غور او بادغيس کې د عقاب په نوم عمليات پيل کړل، چې د هرات چشت ولسوالۍ هم د عقاب د عملياتو تر پوښښ لاندې وه.
د دې چاودنې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن