غزني (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): چاراکي وايي، د غزني په ښار کې د ځانمرګي بريد له امله پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت د غبرګولي په لومړۍ پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته يو مړى او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړى وايي، په ټپيانو کې يو ماشوم هم شته او د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
دغه ځانمرګى بريد د غزني ښار د کابل _کندهار د لويې لارې پر سر د کابل اډې په سيمه کې رامنځ ته شوى دى.
د پېښې يو عيني شاهد غلام فاروق وايي، چې ځانمرګى پر بايسکل سپور و، غوښتل يې د سړک پر غاړه د پوليسو رينجر ته ځان نږدې کړي، خو مخې ته يې ريکشه ورغله او له هغې سره د ټکر له امله يې چاودنه وکړه.
د ده په خبره، په چاودنه کې په خپله ځانمرګى ووژل شو او په ريکشه کې سپاره پنځه تنه ټپيان شول.
تر دې مخکې په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله ويلي و، چې په پېښه کې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن