کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): په کابل ښار کې د پياوړي ليکوال، تاريخپوه او سياسي شخصيت غلام محمد زرملوال په ياد غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د نن ځوانانو او شمشماد تلويزون په ګډه جوړه کړې وه، د نن ځوانانو د بنسټ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل، چې غلام محمد زرملوال په سختو شرايطو کې په علمي او اکاډيميکو برخو کې ډېر کار کړى او زيات کتابونه او مقالې يې کښلې دي.
ده زياته کړه، زرملوال به تل خپل فکر له ځوانانو سره شريکاوه او له فرهنګي کړيو سره يې ځانګړې مينه او علاقه لرله.
د علومو اکاډمۍ سلاکار څېړندوى حبيب الله رفيع وويل، چې زرملوال يو ملي عرفاني شخصيت و، چې د هېواد په اړه يې سپېڅلې عقيده او پاک نيت درلود.
ده زياته کړه، غلام محمد زرملوال به ځوانان له سياسي وضعې خبرول او تل يې د هېواد د خپلواکۍ لپاره قلمي مبارزه کړې او په سختو ستونزو کې يې هم د استعمار ضد مقالې ليکلې.
د هغه په وينا، زرملوال د ديانت، استقامت، نفس پاکي او ملي يووالي بېلګه وه، په سختو شرايطو کې يې د قلمي مبارزې له لارې د ولس له معنوي ارزښتونو دفاع کړې ده.
انجنير غلام محمد زرملوال د غلام حيدر خان زوى، د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ساکو په شملزيو کې په ١٣١٨لمريز کې زېږېدلى او د ١٣٩١ کال د تلې په لومړۍ نېټه له دې فاني نړۍ د لندن په ريډينګ ښار کې سترګې پټې کړې او جسد يې په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.
له نوموړي په پښتو او انګليسي ژبو ٤٤ اثار او ژباړې پاتې دي، چې د ځينو نومونه دادي: “د نړۍ تاريخ ته يوه کتنه”، “زما ولس به ژوندي پاتې شي؟”، “د تېلو جنګ”، “ارګ يا مرګ”، “له مهاجره تر مجاهده”، “د پېريانو جګړه”، “تر وروستۍ افغانه (پنځه توکه) “، “احمدشاه ابدالي جرګه”، “د بنګله دېش بې ستري” او “پاکستان يو مصنوعي هېواد دى”.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP