ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو قانون تصويب شو

د ټاکنو قانون تصويب شو

author avatar
22 May 2013 - 11:48
د ټاکنو قانون تصويب شو
author avatar
22 May 2013 - 11:48

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو د قانون طرحه، چې حکومت تېر کال په مرغومي مياشت کې ور استولې وه، له يو لړ بدلونونو سره د رايو په اکثريت تصويب کړه.

 نن دې طرحې ته د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې له حاضرو ١٣٦ تنو څخه ١٠١ يې د تصويب لپاره موافقه رايه ورکړه.

د ټاکنو قانون دغه طرحه په ١٧ فصلونو کې جوړه شوې او ٦٧ مادې لري.

په دې طرحه کې حکومت د ټاکنو د سيستم په اړه وړانديز کړى و، چې د پخوا په څېر دې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) وي، چې دغه وړانديز د ولسي جرګې له لوري هم ومنل شو.

ولسي جرګې د دې طرحې پر يو شمېر اختلافي مادو په تېرو څو غونډو کې بحثونه وکړل او ځيني بدلونونه يې په کې راوستل.

د حکومت له خوا د وړاندې شوې يادې طرحې په دويمه ماده کې راغلي، چې رايې بايد د رايې له مرکزونو څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول او وشمېرل شي خو ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې له ځنډ پرته بايد د رايې ورکونې په مرکزونو کې رايې وشمېرل شي.

د ټاکنو قانون طرحې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې دې د ټاکنو کمېسيون له لوري اعلان شي.

خو ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې دغه واک دې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړل شي، ځکه چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو واک لري.

د ولسمشرۍ او ملي شورا په تېرو دوه ځلې ټاکنو کې، چې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، هم د ټاکنو وروستۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا چمتو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا اعلانېدې.

د يادې طرحې له مخې حکومت وړانديز کړى و، چې هر ولايت بايد په څو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، خو ولسي جرګې وپتېيله، چې هر ولايت دې د پخوا په څېر يوه ټاکنيزه حوزه وي.

 

حکومت د دې طرحې د اومې مادې په شپږمه فقره کې وړانديز کړى و، چې د کوچيانو لپاره دې ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وي، خو ولسي جرګې دغه وړانديز رد کړ او پرېکړه يې وکړه، چې ټول هېواد بايد د کوچيانو لپاره لس ټاکنيزي حوزي وي.

د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون د معلوماتو له مخې د حکومت له خوا د وړاندې شوې يادې مسودې د لسمې مادې د اتمې فقرې له مخې هغه کسان، چې ځانونه ولسمشرۍ ته نوموي، بايد لږ تر لږه د ليسانس تر کچې زده کړې ولري.

هغه په خپلو خبرون کې وويل، د دې مسودې د ١١مې مادې په ٥ مه فقره کې راغلي و، هغه کسان چې ځانونه د ولسي جرګې لپاره نوموي بايد لږ تر لږه له دوولسم ټولګي فارغ وي او يا د ملي شورا د يوې تقنيني دورې غړى پاتې شوى وي.

دوى زياتوي چې د ټاکنو مسودې د ١٥مې مادې په دويمه فقره کې حکومت وړانديز کړى و، هغه کسان چې ځانونه ولايتي شورا او د ولسواليو شورا ګانو ته نوموي، لږ تر لږه بايد د دوولسم ټولګي د فراغت اسناد ولري.

هغوي وايي، چې د دې مسودې د ١٤مې مادې د ٥مې فقرې له مخې، هغه کسان چې ځانونه د کليو شورا ګانو ته کانديدوي، بايد لږ تر لږه د ليکلو او لوستلو توان ولري.

د دې څلورو مادو په اړه د جرګې د غړو تر منځ د نظر اختلافونو شتون در لورخو نن جرګې له کوم بدلون پرته تصويب کړې.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، دغه جرګه له ډېرو ستونزو وروسته په دې وتوانيده چې د ټاکنو قانون تصويب کړي.

دغه طرحه په داسې حال کې تصويب شوه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره لومړنۍ تيارۍ پيل شوې دي. ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.

 د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.

په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا دوه ځلې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه و.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.