ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې تښتول شوى ترکى سوداګر خوشې شو

په کابل کې تښتول شوى ترکى سوداګر خوشې شو

author avatar
23 May 2013 - 13:06
په کابل کې تښتول شوى ترکى سوداګر خوشې شو
author avatar
23 May 2013 - 13:06

کابل (پژواک، ٢غبرګولى ٩٢): د ملي امنيت رياست وايي، چې تېره شپه يې په کابل کې يو ترکى سوداګر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړى دى.

د ملي امنيت رياست مرستيال وياند شفيق الله طاهري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې ترکى سوداګر سامع نومېږي او شاوخوا ١١ ورځې وړاندې د کابل ښار د تايمني له سيمې ناپېژاندو کسانو تښتولى و .

نوموړي وويل، چې سامع تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې له تښتوونکو تر ژغورلو وروسته په کابل کې د ترکيې سفارت چارواکو ته روغ رمټ سپارل شوى دى.

طاهري وويل ، چې تر دې مهاله د دې سوداګر  د تښتولو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو تښتوونکي په نښه شوي او د ملي امنيت موظفين  يې د نيولو په هڅه کې دي.

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې  دغه ترکى سوداګر د کابل ښار څنډه کې  په يوه کور کې ساتل کېده.

 

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.