ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو يوه جومات کې چاودنې د څلورو طالبانو په ګډون ٩ تنه وژلي

د اندړو يوه جومات کې چاودنې د څلورو طالبانو په ګډون ٩ تنه وژلي

author avatar
25 May 2013 - 09:59
د اندړو يوه جومات کې چاودنې د څلورو طالبانو په ګډون ٩ تنه وژلي
author avatar
25 May 2013 - 09:59

غزني ښار (پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې په د اندړو ولسوالۍ په يوه جومات کې د طالبانو د ماينونو د چاودنې له امله ٩ تنه وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ماښام د لمانځه پر مهال په علي جان کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د ډاکټر نسيم په نوم د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان وسله وال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يوه جومات ته ورغلي وو، کله چې دوى له کليوالو سره په ګډه د ماښام لمونځ کوي، ورسره ماينونو يې چاودنه کړې ده.

د ولسوال په وينا، په دې چاودنه کې جومات  په بشپړ ډول شهيد شوى، څلور طالبان او پنځه کليوال وژل شوي دي.

ديسي وال وويل، چې ګڼ شمېر نور طالبان او کليوال ټپيان شوي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

هغه وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه يې سيمې ته پلاوى لېږلى دى.

د محب الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل، دوى ناڅاپه د درنو چاودنو غږونه واورېد، چې له امله يې جومات په بشپړه توګه شهيد شوى دى.

د هغه په وينا، تر اوسه لس مړي را ايستل شوي او لا هم خلک د مړو په را ايستو بوخت دي.

طالب  وياند ذبيح الله مجاهد ياده پېښه تاييدوي او وايي، د دوى څو ملګري، چې د عملياتو په موخه چېرې روان وو، د اندړو ولسوالۍ د علي جان کلي په جومات کې د ماښام د لمانځه لپاره تم شوي وو.

د هغه په وينا، چې له دغو طالبانو سره ماينونه هم و او د تخنيکي ستونزې له امله يې د جومات په دهلېز کې چاودنه کړې ده.

مجاهد وويل، چې په چاودنه د دوى يو شمېر ملګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او جومات هم زيانمن شوى د ى.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.