ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په رسمي ډول پيل شوه

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په رسمي ډول پيل شوه

author avatar
26 May 2013 - 16:02
د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په رسمي ډول پيل شوه
author avatar
26 May 2013 - 16:02

 کابل (پژواک ٥غويى ٩٢) : د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه نن د هېواد په کچه په رسمي ډول پيل شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې دغه پروسه نن سهار اته بجې په کابل او د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې په ټوله کې په شرايط برابرو څلور ميليون وګړو ته د رايې ورکونې کارتونه ووېشل شي.

نور زياته کړه، چې د کارتونو وېش په پنځو کټګوريو وېشل شوى دى: هغه وګړي چې عمر يې ١٧ کاله دى او د ١٣٩٢ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦ مه ١٧ کلن شي، هغه افغانان چې له کډوالۍ نه راستانه شوي، هغه کسان چې عمر يې اتلس کاله او يا هم له دې نه لوړ دى، خو په تېرو پروسو کې يې نوم ليکنه نه ده کړې، هغه کسان چې خپل کارتونه يې ورک کړي او يا هم د ژوبلېدو له امله د کارونې وړ نه دي، هغه کسان چې استوګنځي يې بدل شوي. دوى ټولو ته نوي کارتونه ورکول کېږي.

د نوم ليکنې دا پروسه، چې د کابل ښار د څلورمې کارتې د عبدالعلي مستغني په لېسه کې پيل شوه، په دې ډول وه، چې د ټاکنو کمېسيون کار کوونکو ته د تذکرې او يا پاسپورټ ښودلو وروسته د نوم ليکوونکي تصوير او بشپړ شهرت درج او له لاسليک وروسته يې د کيڼ او چپ لاس نښه هم اخيستل کېده.

د پژواک خبري اژانس خبريال د سترګو ليدلى حال څرګندوي، چې دغه مرکز ته تر غرمې وړاندې په لسګونو ښځې او سړي د نوم ليکنې او کارت اخيستلو لپاره را روان وو.

د ښځو لپاره د ښځو دفتر کار کوونکى ٢٥ کلن محمدظاهر، چې پخوانى کارت يې ورک کړى وايي: ((زه غواړم د ولسمشريزو ټاکنو دويمې دورې ته هم رايه ورکړم، خو بايد يو داسې کس وي، چې وطن ته په صادقانه ډول خدمت وکړي.))

د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل لياقت وويل، د ټاکنو په تېره دوره کې يې کارت نه دى اخيستى، ځکه چې چا ته يې د رايې ورکولو نيت نه درلود.

هغه زياته کړه: ((د وطن او خلکو پر وړاندې د مسووليت احساس کارت اخيستو ته اړ کړى يم، غواړم يوه داسې کس ته رايه ورکړم، چې تبعيض ونه لري، عادل وي، سيمه او نژاد ونه پالي، لاسونه يې په وينو سره نه وي او موخه يې وطن ته خدمت وي.))

په دغه مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس فضل احمد معنوي، د کمېسيون اړوند کمېشنران او يو شمېر نورو مسوولينو هم ګډون کړى و.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وايي، چې دوى په دې پروسه کې د روڼوالي او درغليو د مخنيوي لپاره ځانګړي تدابير په پام کې نيولي، چې يو له هغو د اصلي رنګ کارونه ده، چې د رايې ورکوونکي ګوته پرې نښاني کېږي.

د هغه په خبره، په نورو امنيتي تدابيرو کې د ناظرانو او کتونکو شتون دى ، چې له دې پروسې به ريښتينې او کلکه څارنه وکړي.

نور وويل، په ټول هېواد کې د رايې ورکونې اوه زره مرکزونه رامنځته کېږي. له دې ډلې يې ٤١ مرکزونو همدا اوس خپل کار پيل کړى، چې درې يې په کابل ، دوه دوه زونونه د زونونو په کچه او يو يو بيا د هر ولايت په کچه دى.

دغه ٤١ مرکزونه په ٨٢ محلونو وېشل شوي، چې ٤١ محلونه يې د ښځو او ٤١ نور يې د نارينه وو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هغه په خبره، دغه پروسه لومړۍ د ٣٤ ولايتونو په مرکزونو او وروسته په ولسواليو کې هم پيلېږي او ټاکل شوې، چې تر دوو راتلونکو مياشتو پورې به ولسواليو ته هم وغځېږي.

نور وايي، چې د نوم ليکنې دويم پړاو د هغو کسانو لپاره دى، چې تر اوسه يې نوم ليکنه نه ده کړې، دغه پړاوو د روان کال د زمري مياشتې په ٥مه د هېواد په کچه پيل او د تلې تر ٥ مې نېټې به دوام وکړي.

په ټوله کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنه پروسه د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو له ترسره کېدو دوې اونۍ وړاندې پاى ته رسېږي.

ټاکل شوې، چې يادې ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د ورې مياشتې په ١٦مه په يوه وخت کې ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند وويل، چې ټاکنې په ټولييز ډول ١٢٠ ميليونه ډالره لګښت غواړي، چې دغه لګښت ځينو هېوادونه لکه امريکا، اروپا او ترکيه چې د افغانستان له پرمختګ سره لېواليتا لري، ورکړى دى.

د دغه کمېسيون وياند يو ځل بيا د راتلونکو ټاکنو او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې دوى له امنيتي ننګونو سره مخ دي او غواړي، چې دغه ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده، د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې افغان امنيتي ځواکونه د راتلونکو ټاکنو او رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت ساتلو لپاره پوره چمتووالى لري او په دې برخه کې اندېښنې بې ځايه دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي تېره ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د پوليسو ټولو بنسټونو ته يې حکم کړى، څو سر له سبا (د غبرګولي ٥مه) د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د مرکزونو او د ټاکنو لپاره د ټاکل شوو مرکزونو په امنيت ساتلو کې فعالانه ونډه واخلي.

هغه زياته کړه: “موږ د ټاکنو او د رايې ورکونې مرکزونو د امنيت تامين په اړه هېڅ اندېښنه نه لرو، د ټاکنو کمېسيون او خلک هم بايد په دې برخه کې اندېښنه ونه کړي.”

صديقي زياته کړه، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له يوه کاله کم وخت پاتې دى او تر هغه وخته به ټولې شته ننګونې له منځه يووړل شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.