ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د يوې لويې پېښې مخه ونيول شوه

کندهار کې د يوې لويې پېښې مخه ونيول شوه

author avatar
26 May 2013 - 10:10
کندهار کې د يوې لويې پېښې مخه ونيول شوه
author avatar
26 May 2013 - 10:10

کندهار ښار (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د کندهار مسوولين وايي، چې د ملي امنيت منسوبينو په ښار کې د لويې چاودنې مخه نيولې او يو ځانمرګى بريدګر يې وژلى دى.

د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو تېره شپه د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو تراکتور موټر نيول شوى او په کې ناست ځانمرګى يې وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې منسوبينو د مخالفينو د دغه پلان په اړه له وړاندې استخباراتي معلومات درلودل او د همدغو معلوماتو پر اساس يې تېره شپه د دامان ولسوالۍ په نوي ده کلي کې  اوپراتيفي فعاليت ترسره کړ او په پايله کې يې دغه تراکتور ونيول شو.

فيصل وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک دغه تراکتور کندهار ښار ته راولي او دلته ورڅخه پر يوه ځانګړي هدف باندې د خونړي بريد لپاره کار واخلي، خو پلان يې شنډ شو.

د نوموړي په وينا، د دغه تراکتور چلوونکى چې ګومان کېږي ځانمرګى بريد کوونکى به و، وروسته تر هغه د ملي امنيت رياست د منسوبينو پر ډزو ووژل شو، چې د درېدلو له امر څخه يې سرغړونه او د تېښتې هڅه يې وکړه.

د ولايت مطبوعاتي مسوول وويل، چې د وژل شوي چلوونکي هويت معلوم نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.