کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو لوى قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه پرون د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز کې ترسره شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دا ليدنه د جنرال جوزېف ډنفورډ او پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني ترمنځ د معمولي ناستو د لړۍ يوه کړۍ وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو پوځي چارواکو د ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د همکاريو په زياتولو او د سيمې پر امنيت او ثبات خبرې وکړې.
ايساف وايي، چې په دې ليدنه کې په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان د سرحدي سيمو پر ستونزو او د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي پر موضوعاتو هم بحث وشو.
جنرال ډنفورډ ويلي، چې د پاکستان د پوځ له مشر سره يې د امنيتي ګواښونو، د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه، چې د افغانستان، پاکستان او ايساف ګډه همکاري د سيمې د ثبات لپاره مهمه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال ډنفورډ کياني ته د پاکستان د پارلماني ټاکنو په بريا د ترسره کېدو مبارکي ويلې ده.
په افغانستان کې د ايساف د قوماندان په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال کياني سره د جنرال ډنفورډ دا دويمه ليدنه وه.
بلخوا پاکستاني رسنيو د پوځ د سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې د دې ليدنې پر مهال له افغانستان څخه د پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې جنرال ډنفورډ د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر مهم رول ټينګار کړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن