غزني (پژواک ۵ غبرګولی ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان او مقر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په پرونۍ جګړه کې ٣٠ بهرني او افغان وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد وسله وال د ګيلان د سجادي او شجاع په کليو کې وژل شوي دي.
ولسوال زياتوي، په دې جګړه کې ١٧ تنه نور ټپيان شوي، چې ډېرى يې بهرني وسله وال دي.
د نوموړي په وينا، وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې وروسته سيمې ته د مقر پاڅونوال او ناټو ځواکونه هم ور ورسېدل.
د ده په خبره، د طالبانو شل مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي، چې ډېرى يې پاکستاني دي او نور مړي د هغوى د ملګرو له خوا ايستل شوي دي.
سباوون زياتوي، چې د وژل شوو او ټپي وسله والو وسلې او موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ولسوال وايي، په جګړه کې د ګيلان د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سخي داد هم وژل شوى دى.
د مقر ولسوالۍ د پاڅونوالو يوه مشر علي محمد هم له خپلو ملګرو سره دې جګړې ته ورغلى و.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په سيمه کې يې د طالبانو تر شل زيات مړي ليدلي دي، چې ډېرى يې بهرني طالبان وو.
د ده په خبره، د ناټو چورلکو هم پر وسله والو بريد وکړ، چې ورسره جګړه پاى ته ورسېده او وسله وال له سيمې وتښتېدل.
طالبانو د دولتي چارواکو د وروستۍ ادعا په اړه څه نه دي ويلي. پرون ذبيح الله مجاهد د خپلو درېيو ملګرو د وژل کېدو او درېيو نورو د ټپي کېدو تر څنګ د شپږو سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدو ادعا هم کړې وه.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن