ترينکوټ (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د څه باندې اويا ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برېښنا د دې شبکې د پرانيستلو په مراسمو کې والي اميرمحمد اخندزاده او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د اروزګان والي د پرانستې د مراسمو پر مهال وويل، چې له يادې پروژې به درې زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
هغه زياته کړه، چې له دې سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې او دا به د خلکو پر ورځني ژوندانه ډېره مثبته اغېزه ولري.
د نوموړي په وينا، دوى هڅې پيل کړې څو اروزګان ولايت د اوبو او برېښنا د بندونو په جوړولوسره له تلپاتې برېښنا برخمن کړي.
والي وويل، چې دا مهال په اروزګان کې د اغاجان د اوبو بند لومړنۍ سروې پای ته رسېدلې او د تخنيکې سروې چارې يې روانې دي.
د دغه ولايت د برېښنا رييس عبدالسميع د يادې پروژې په منظورېدو کې د اروزګان د والي له هلوځلو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د يادې شبکې چارې به د اتو مياشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي عبدالکريم پژواک اژانس ته وويل، چې برېښنا د ژوند له لومړنيو اړتياوو ده، خو دوى ترې محروم وو.
هغه له حکومت څخه مننه وکړه، چې دا مهمه پروژه يې پيل کړه.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن