د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون دې له بدلون پرته تصويب شي"

"د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون دې له بدلون پرته تصويب شي"

May 27, 2013 - 13:30

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): يو شمېر ښځو نن د ملي شورا پر وړاندې لاريون وکړ او غوښتنه يې کوله، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون دې له څه بدلون او تعديل پرته تصويب شي.

دغه قانون په ١٣٨٨ لمريز کال کې د ولسمشر کرزي له خوا په څلورو څپرکو او ٤٤ مادو کې د د يوه تقنيني فرمان له مخې توشېح او ولسي جرګې ته استول شوى دى.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د مدني ټولنې د بنسټونو او د ښځو حقونو مدافعينو له پرله پسې هڅو سره سره د څلورو کلونو په اوږدو کې د يوه فرمان په څېر پاتې دى، د يو شمېر بېلابېلو دلايلو او يو لړ نظري اختلافاتو له امله لا هم د ولسي جرګې له لوري نه دى تصويب شوى.

دغه قانون  د روان کال د غويې مياشتې په ٢٨مه نېټه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د بحث لپاره واستول شو، خو د ولسي جرګې غړو د هغو د ځينو موادو په اړه د نظر اختلاف درلود، چې له امله يې جرګه کومې پايلې ته ونه رسېده او قانون يې ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسيون ته وسپاره.

د امن خونو شتون، د واده لپاره د ١٨ کلنۍ عمر ټاکل، د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د سړي دويم واده، په واده کې د مور او پلار اجازه او له ښځو سره فزيکي تاوتريخوالى په دغه قانون کې له اختلافي موضوعاتو څخه و.

نن د افغانستان د مدني ټولنې نږدې سلو فعالينو، چې مېرمنې او نجونې په کې وې، د ملي شورا مخې ته لاريون وکړ او غوښتنه يې کوله، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون دې له څه بدلون او تعديل پرته تصويب شي.

دوى د (د ښځو له انساني حقونو سره معامله مه کوئ اوموږ د تاوتريخوالي د مخنيوي په قانون کې د بدلون مخالف يو.) شعارونه ورکول.

د ملګرو ملتونو د يوې موسسې کارکوونکې تمنا هيلې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په قانون کې هېڅ ډول بدلون نه غواړو، دغه قانون دې زر تر زره د ولسي جرګې له لوري تصويب شي.))

هغه زياته کړه، چې ښځې د ټولنې مهم قشر جوړوي او بايد،چې حقوق يې پايمال نه شي.

لاريون کوونکو د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د مخالفينو پر وړاندې دې ودرېږي او د دغه بدلون راوستو مخنيوى دې وکړي.

دوى يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ.

د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي: ((اساسي قانون ته په پام سره د نارينه او ښځو د حقونو مساوي والى د افغان وګړو نه بېلېدونکې برخه شمېرل کېږي، پر همدې اساس افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې د ټولنې د ټولنيز او مظلوم وجود په توګه بايد د هېواد په قوانينو کې له يو ډول حقونو او امتيازاتو څخه په عادلانه ډول برخمنې وي.))

د پرېکړه ليک په يوه بله برخه کې له مدني ټولنې غوښتل شوي، چې په افغانستان کې دې حق او عدالت د خپلو فعاليتونو محور وګرځوي او د افغان ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدو ته دې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کابل پوهنتونونو په سلګونو محصلينو په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي، نورو وضعي قوانينو او ډيموکراسۍ په مخالفت لاريون وکړ او هغه يې په پرېکنده توګه رد کړل.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement