دويم تعقيب: فراه (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د فراه ولايت چارواکي وايي، چې نن سهار د فراه ښار ته څېرمه د کنسک په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې دوه بهرني سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ژوندي د معلوماتو له مخې، ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر نن سهار اته نيمې بجې د اېټاليايي ځواکونو د موټرو له قطار سره وجنګاوه.
د فراه د ملکي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي پژواک ته وويل، چې د نننۍ پېښې دوه ټپيان چې يو يې ماشوم او بل يې سپين ږېرى سړى دى، روغتون ته ور وړل شوي دي.
رسولي وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ډاډمن دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى پر کاروان دغه بريد د يوه موټربم په وسيله شوى دى.
خو سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د دوى ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دغه بريد کې يې ګڼ شمېر بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې نن سهار نهه نيمې بجې د بالابلوک په کنسک سيمه کې د ايساف د اېټاليوي ځواکونو پر کاروان د سراچه موټر په وسيله بريد شوى دى.
هغه ادعا وکړه، چې په دغه بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د بالابلوک ولسوال ملا سيدمحمد هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې په دغه بريد کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شوى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن