کابل (پژواک ٧غبرګولى ٩٢ ) : د ولسمشر وياند وايي، چې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه پرونۍ پرېکړه سمه نه وه.
د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو يو شمېر محصلينو يوه اونۍ وړاندې د ملي شورا پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب وکړ او د ياد پوهنځي رييس عبدالله فاروق او استاد فيصل امين يې په تعصب، تبعيض او قانون ماتونه تورن کړل او د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
خو تېر مازيګر د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپتنا او سلاکار وزير نعمت الله شهراني سره يو ځاى د اعتصاب ساحې ته ورغلل ، د محصلينو د غوښتنو د پوره کېدو په اړه يې خبرې وکړې، چې له امله يې پيل شوى اعتصاب پاى ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزير د عبدالله فاروق او استاد فيصل امين د لرې کولو سند محصلينو ته وسپاره او شهراني وويل، چې دغه پرېکړه سر له سبا د پلي کېدو وړ ده.
خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي نن پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پرېکړه سمه نه ده .
د هغه په وينا، ولسمشر غوره بلله ، چې ياده موضوع په دقيق ډول څېړل شوې واى او له څېړنې وروسته يې په اړه قانوني او جدي عمل شوى واى .
دى وايي ، چې د اصولو له مخې د پوهنتون چاپيريال د سياست ځاى نه دى او د پوهنتون محصلين بايد خپل وخت ضايع نکړي، ځکه چې دا د هېواد په زيان تماميږي .
د ده په وينا، ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي ، چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي موضوع سياسي کړي .
ده زياته کړه : (( ډيره د تاسف ځاى دى ، چې د پوهنتون اکاډميکه فضا سياسي او له پوهنتون څخه سياسي استفاده کيږي او اوس دغې موضوع بله بڼه غوره کړې ده .))
د يادونې ده ، چې د کابل پوهنتون له زرو زياتو محصلينو هم نن د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې له مخې يې د دغه پوهنتون د ټولنيزو علومو رييس او يو استاد له دندې لرې شوې دي.
ياد محصلين نن سهار نهه بجې د پوهنتون له سوېلي دروازې سره راغونډ شول او د شعارونو په ورکولو يې د ملي شورا پر لوري لاريون پيل کړ او ګواښ يې کاوه ، چې که دغه پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، نو خپل لاريونونه به وغځوي.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن