ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: د دولت وسله وال مخالفين دې په ټاکنو کې ګډون وکړي

حزب اسلامي: د دولت وسله وال مخالفين دې په ټاکنو کې ګډون وکړي

author avatar
30 May 2013 - 14:02
حزب اسلامي: د دولت وسله وال مخالفين دې په ټاکنو کې ګډون وکړي
author avatar
30 May 2013 - 14:02

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د حزب اسلامي مشر د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د جګړې پر ځاى دې په ټاکنو کې برخه واخلي او له دې لارې واک ته د رسېدو هڅې وکړي.

د حزب اسلامي مشر او د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، چې نن يې په کابل کې د دغه ګوند له لوري په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل، چې په ټاکنو کې برخه اخيستنه خلکو ته د چوپړ او واک ته د رسېدو غوره لاره ده.

ده ټولې هغه چاودنې او ځانمرګي بريدونه وغندل، چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ارغنديوال زياته کړه: “چاودنې او بريدونه او د عامو خلکو وژل د دښمن ژرندې ته د اوبو اچول او د پرديو د تسلط دوام دى.”

د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت له وسله وال مخالف ګوند څخه بېله شوې ډله ده.

د حکمتيار په مشرۍ د دولت وسله وال مخالف ګوند څو ورځې وړاندې يې په کابل کې د يو ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

حکومتي سرچينو ويل، په دغه بريد کې شپږ بهرني پوځيان او د درېيو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٢ تنه ټپيان شوي، خو د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي، چې په دغه بريد کې ډېر بهرنيان وژل شوي او د بريد په سيمه کې وژل شوي درې ملکي وګړي امنيتي کسانو پر ډزو وژلي دي.

ارغنديوال وويل، چې حزب اسلامي په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه اخلي او په ولسمشريزو ټاکنو کې د يو واحد کانديد لپاره يې له نورو ګوندونو سره خبرې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې حزب اسلامي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي په مشرۍ له وحدت ګوند سره هوکړې ته رسېدلى او د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ له ملي اېتلاف سره يې خبرې روانې دي.

د ارغنديوال په وينا، که حزب اسلامي له نورو ګوندونو سره د يو واحد کانديد پر سر هوکړې ته ونه رسېد، نو خپل کانديد به ولسمشريزو ټاکنو ته وړاندې کړي.

هغه پر اړوندو ارګانونو غږ وکړ، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې ترسره کړي او هېڅ کورني او بهرني ته اجازه نه ورکوي، چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې وکړي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري د مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

ارغنديوال په نننۍ ناسته کې دا هم وويل، چې ګوند يې په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو د وتلو ملاتړ کوي.

ده دا هم وويل، چې دغه ګوند د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره، د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دي.

د حزب اسلامي يو غړي سيدعمر اعزامي په ياده غونډه کې وويل، چې طالبانو پنځه کاله حکومت کړى او د وخت د شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې جهاد کې پنځوس سلنه ونډه د حزب اسلامي وه، خو په اوسني نظام کې يادې دواړه ډلې له ياده ايستل شوې دي.

هغه وويل، چې ټولې خواوې په افغانستان کې سوله غواړي، خو سوله کوونکي بايد هغه کسان نه وي، چې له يوه لوري تنخوا ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: ((پنځه مصلح کسان، چې نه له دې او نه هم له هغې خوا معاش واخلي، کولاى شي افغانستان ته سوله راولي.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.