ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د خلکو غوښتنې

د خوست د خلکو غوښتنې

author avatar
30 May 2013 - 15:08
د خوست د خلکو غوښتنې
author avatar
30 May 2013 - 15:08

خوست ښار (پژواک، د غبرګولي اتمه ٩٢): د خوست اوسېدونکي له دولت او نړيوالې ټولنې په دغه ولايت کې د خوست – ګردېز تر منځ د لويې لارې اساسي جوړېدل، د خوست نړيوال هوايي ډګر رغول، د خوست-غلام خان ترمنځ د لارې ترانزيټ کېدل، د برېښنا جوړول او د اوبو د لويو او کوچنيو بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د خوست د ولايتي شورا مشر سيدکريم خاکسار پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د خلکو مهمې غوښتنې، چې په لومړيتوب کې راځي، په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د يو شمېر بنسټيزو پروژو رغول دي.

د هغه په خبره، شپږ کاله کېږي چې د خوست – ګردېز سړک د جوړېدو کار پيل شوی خو تر اوسه يې لا چارې سر ته نه دې رسيدلې.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه سړک قرارداد درې ځلې لغوه شوی، خو اوس بيا داسې اندېښنې دي، چې قرارداد به لغوه او دغه سړک به د تل لپاره له جوړېدو پاتې شي.

خاکسار وايي، چې د خوست د هوايي ډګر د پروژې لومړنۍ چارې پيل شوې، خو د ځينو نامعلومو لاملونو له امله يې اوس چارې په ټپه ولاړې دي او خلک يې د بيا پيلېدو غوښتنه کوي.

د دې شورا ښځينه غړې نعت بي بي عمري بيا وايي، چې د خوست -غلام خان ترمنځ د غځېدلې لارې پر سر د ترانزيټي لارې جوړېدو حکم د ولسمشر له لوري شوی، خو وزيران يې په عملي کولو کې ګام نه پورته کوي.

نوموړې زياته کړه، چې ياده لار هېواد او په ځانګړي ډول خوست ته تر هر څه زيات ارزښت لري او د دې لارې نه ترانزيت کېدل د خوست له خلکو سره جفا ده.

د خوست ښار يو اوسېدونکی نصيراحمد روښان بيا په خوست کې د برېښنا نه شتون يوه لويه ستونزه بولي.

د هغه په وينا، د خوست ډېرى سوداګر او شتمن چمتو دي، چې د سوداګرۍ په برخه کې پراخه پانګونه وکړي، لويې او وړې فابريکې جوړې کړي.

خو هغه زياتوي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا نه شتون يې مخه نيولې او خوست مېشتې اړ دي، چې خپلې پيسې له هېواده بهر په عربي اماراتو کې په کار واچوي او هلته پانګونه وکړي.

د خوست د صبريو قوم يو مشر ميرزمان بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ځمکو د خړوب لپاره د اوبو نه شتون ستره ستونزه ده.

د ده په خبره، خوست چې يو غرنی ولايت دی، د کرنې لپاره کمې ځمکې لري او هغه هم ټولې للمي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د اوبو بندونو جوړول اړين دي او که د نړيوالې ټولنې مرستې بندې شي، خوست مېشتي به له ځمکو د کمو حاصلاتو د لاسته راوړو امله له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د خوست مرکز اړوند د متون سيمې اوسېدونکى احمدشاه په دغه ولايت کې په وروستيو کې د زرګونه کسانو بې کاره کېدل او هغوی ته د کار نه پيدا کېدا ستره ستونزه يادوي.

د هغه په وينا، دا چې نړيوالې ټولنې په خوست کې هغه بنسټيزې پروژې، چې ورته اړتيا وه نه دي پلې کړې، نو د دوی په وتو سره هغه ځوانان چې د بهرنيانو په اډو کې يې کار کاوه، بې کاره شوي دي.

احمدشاه زياتوي، چې که نړيوالې ټولنې بنسټيزې پروژې پلې کړې وای، اوس به په خوست کې زرګونه کسان نه اوزګار کېدل.

دى وايي: ((زموږ غوښتنه له افغان دولت څخه دا ده، چې ځوانانو ته د کار په پيدا کېدو کې جدي ګامونه واخلي او په نشه يي توکو د روږدي کېدو مخه يې ونيسي.))

د تڼيو ولسوالۍ قومي مشر ګل زر خان بيا وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د خوست ښار او ولسواليو ترمنځ د پلونو نه جوړېدل او د ولسواليو له خوست ښار سره نه نښلول، هم د خلکو لويې ستونزې دي.

د هغه په وينا، دا چې خوست ښار ته د ډېرى ولسواليو غځېدلې لارې په خوړونو کې دي، نو د اوړي په موسم کې د زياتو بارانونو او سېلابونو د راوتو له امله خلک نه شي کولی ښار ته تګ راتګ وکړي.

نوموړى زياتوي، چې د سېلابونو راوتو پر مهال محصلين پوهنتونونو ته، زده کوونکي ښوونځيو ته، سوداګر ښار ته او مامورين خپلو دندو ته نه شي تللى.

ګل زر خان وايي، که افغان دولت او نړيواله ټولنه د خوست خلکو د اړتياوو پوره کول غواړي، نو د خوست په بېلابېلو سيمو کې دې د خوړونو پر سر لوی پلونه جوړ کړي.

د پوځي چارو کارپوه سيدزمان خوستی بيا وايي، چې خوست يو سرحدي ولايت دی او په دغه ولايت کې د نظامي ځواکونو پياوړي کول، پر وسلو او تجهيزاتو سمبالول يې د امنيت په راوستو کې مرسته کولاى شي.

د ده په خبره، که مرکزي دولت غواړي خوست باامنه او د يو غښتلي سنګر په توګه کلک وساتل شي، نو په دغه ولايت کې دې د ځواکونو شمېر زيات او په ښو مډرنو وسلو دې يې سمبال کړي.

نوموړى زياتوي، چې که په خوست کې ناامني وي، نو ټول افغانستان ورسره ناامنه کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.