ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اقتصادي راپور

د غزني اقتصادي راپور

author avatar
30 May 2013 - 08:59
د غزني اقتصادي راپور
author avatar
30 May 2013 - 08:59

غزنی ( پژواک ٢٦ غويى ٩٢): د غزني چارواکي وايي ، چې ددغه ولايت د خلکو اقتصاد اتيا سلنه په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو په اوبيزو زېرمو کې د اوبو کمښت ،د مارکېټ او د محصولاتو د ساتنې مرکزونو نشتوالي، ځمکوال او مالداران له يو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې برخه کې سوداګري هم خپل اغېز لري، غزني د ګڼ شمېر ولايتونو په څلور لارې کې پروت دى، چې همدې موقعيت ته په پام سره د ګاونډيو څلورو ولايتونو، پکتيا، پکتيکا، زابل او ميدان وردګو خلکو ډېره راکړه ورکړه د غزني په مارکېټونو کې ترسره کيږي.

کرنه :

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس سلطان حسين عباسيار پژواک اژانس ته وويل، چې که د کرنې او مالدراۍ اړخ ته پاملرنه وشي او د اوبو د کمښت له پلوه د ځمکوالو او مالدارو اړتيا پوره شي، کرنيز اقتصاد به نور هم وغوړيږي.

د هغه په وينا، کرنه او مالداري د ميکانيزه کېدو او ماشيني کېدو پر لور روانه ده، چې په دې برخه کې د کرنې پراختيا بانک کولى شي د خلکو کرنيز اقتصاد پر پښو ودروي.

د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، د غزني ځمکوال او بزګر هر کال له ٧٥٠ زره جريبه اوبيزې او ١٧٠ زره للمي ځمکې څخه  زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.

د کرنې د رييس په وينا، په غزني کې هر کال له کرنيزو حاصلاتو زرګونه ټنه غلې (غنم او اوربشې) ميوې (انګور، مڼې، بادام او زردالو) سابه (پياز، کچالو، ګندنه او نخود) راټوليږي، خو د خلکو اړتيا او مصرف ته په پام سره د خلکو خوراکي اړتياوې نه شي پوره کولى.

ځمکوال او بزګران هم شکايت کوي، چې لازمه مرسته نه ده ورسره شوې او نه په راتلونکې کې دا تمه لري، چې د کرنې سکتور ودې او پراختيا ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د مقر ولسوالۍ اوسېدونکى علي خان، چې د انګورو باغ او لسګونه جرېبه کرنيزه ځمکه لري وايي، چې په تېرو اتو کلونو کې يواځې يو ځل د يوې بورۍ کېمياوي سرې او يوې بورۍ اصلاح شويو غنمو مرسته ورسره شوې ده.

د هغه په وينا، بزګران او ځمکوال اساسي او بنيادي مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د اوبو د کمښت ستونزه او دغه راز د محصولاتو د ساتنې او  د مارکېټ موندل يې سترې اړتياوې او غوښتنې دي.

علي خان غواړي، چې په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.

د قره باغ ولسوالۍ ځمکوال او بزګر هم د کرنې په برخه کې د شته ستونزو يادونه کوي او د حل لاره يې د بندونو جوړول، د کرنيز اقتصاد په پښو درول بولي، چې د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندنه، د مېوو او سابو ساتنه او پروسېس په کې شامل دي، د پاملرنې غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ قومي مخور حاجي عبدالقيوم، چې د انګورو باغ لري پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ځمکو د پالنې او باغدارۍ چارې ټولې په خپله خلکو او باغوانانو په غاړه اخيستي، نه دولت او نه هم کومې مرستندويې ټولنې په دې اړه کومه ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د هغه په وينا، د قره باغ ډېرۍ ځمکې په کاريزونو خړوبيږي، خو اوس په کاريزونو کې اوبه په کمېدو دي او بايد په غرنيو سيمو کې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز کرنه عصري شي، ځمکوالو او بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او د مېوو نيالګي ووېشل شي.

د ده په خبره، د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندل هم لومړى شرط دى، دولت په دې برخه کې بايد اسانتياوې برابرې کړي، په تېرو دوو کلونو کې د مارکېټ د نشتوالي له امله د خلکو سلګونه ټنه مېوې او سبزي يا خرابه شوه او يا په نيمه بيه پاکستان ته ولېږدول شوه.

نوموړى زياتوي: ((اوس مهال زموږ تر اويا سلنه ډېر خلک په کرنه بوخت دي، نو دولت ته په کار دي، چې د کرنې د پراختيا او ودې لپاره ډېر کار وکړي او په دې برخه کې د خلکو لپاره نور کاري فرصتونه هم پيدا کړي.))

څلور کاله مخکې (١٣٨٨ لمريز) په پام کې وه، مرکز او ولسواليو کې د کرنيزو حاصلاتو په ځانګړې توګه د مېوو او سابو د ساتنې لپاره ځانګړې خونې جوړې شي، خو تر دې مهاله په دې اړه کوم ګام نه دى اخيستل شوى.

د ولايتي شورا وکيل عبدالولي خانزاده هم د ځمکوالو بزګرو او سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو يادونه کوي او وايي، چې د هواري لپاره يې وړ ګامونه نه دي اخيستل شوي.

د ده په خبره، د کرنې په برخه کې له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته ونه شوه او نه يې د غلو او مېوو د ساتنې او پروسېس لپاره خونې او فابريکې جوړې شوې.

نوموړى ناامني د ستونزو سر بولي او زياتوي، چې د ناامنۍ له امله د کرنې پراختيا ټکنۍ ده او دغه راز سوداګري او پانګوال خوندي شرايط نه لري.

د خانزاده په وينا، همدا لامل دى، چې د غزني دېرش سلنه خلک بېکاره شي او د بيکارۍ ستونزه نسبي امن هم زيانمن کړي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ او مرکز اوړند ډيرى سيمې د سلطان بند له اوبو او د اندړو او ګيرو ولسواليو ډيرې ځمکې د سردې له بنده خړوبېږي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولايتي شورا وکيل امان الله کامراني وايي ،چې يادو سترو بندو ته دې پاملرنه زياته شي،کاسې او کانالونه دې پاک او ورغول شي تر څو تر بند لاندې سيمو کې د اوبو د کمښت ستونزه لرې شي.

د ده په وينا د سردې بند اړوند د چهاردېوال پروژه او د ګيرو د خواجه نور کرنيز فارم شاوخوا ٧٠ زره جريبه ځمکه د سردې له بنده اوبه کېدله،خو په وروستيو دېرشو کلو کې د بند اوبه کمې شوې،کانالونه يې خراب شول او د خواجه نور فارم ډېره برخه وچه شوه،اوس په اندړو کې وسله وال نشته امنيت ټينګ شوى په کار ده د دې بند او فارمونو رغونې ته يې پاملرنه وشي.

سوداګري او پانګونه :

خو د سوداګرۍ خونو چارواکي ناهيلي دي او وايي، چې د غزني اقتصاد دومره پراختيا ونه مونده، لکه څومره چې يې تمه او هيله کېده.

په غزني کې د سوداګرۍ خونو رييس عبدالمتين قلندري وايي، نا امنۍ د دې لامل شوې، چې کورني او بهرني پانګوال په ډاډه زړه پانګونه ونه کړي او په پايله کې لنډ مهالى اقتصادي بحران رامنځ ته شي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې امنيت د باور وړ نه دى، په تېرو درېيو کلونو کې د څو سوداګرو او شتمنو زامن وتښتول شول، ځينې د پيسو په بدل کې بېرته خوشې شول او ځينې تښتوونکو ووژل او دې حالت پانګوال اندېښمن کړي دي.

د قلندري په وينا، د دولت له لوري د پانګوالو هڅونه نشته او د غزني په پرتله د هېواد په نورو امن سيمو کې د کار او سوداګرۍ ښه شرايط برابر دي، نو ځکه څوک په غزني کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د ده په خبره، د غزني ډېرى پانګوال اوس په نورو سيمو او ان بهر کې سوداګري کوي،که دولت خصوصي سکتور ته وړ او مناسب شرايط برابر کړي، امنيتي حالت سم کړي ، نو د غزني د خلکو اقتصاد به پياوړى شي او خلکو ته به کاري زمينې په لاس ورشي.

اوس مهال په غزني کې پنځه وړې فابريکې شته، چې خاوندان يې د برېښنا د کمښت او مناسب ځاى د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.

د سوداګرۍ د خونو رييس شکايت کوي، چې دولت د پانګوالو، سوداګرو او د کرنې په برخه کې د ځمکوالو او بزګرو هڅونې ته هېڅ پاملرنه نه لري او تر دې  مهاله اړوندو ادارو کومه طرحه  نه ده جوړه کړې.

د صنعتګرو د کار د ودې او پرمختګ په موخه شاوخوا اووه کاله مخکې (١٣٨٥ لمريز) د صنعتي ښارګوټي لپاره سيمه او له ښاره وتلې ځمکه په نښه شوه، نه يواځې دا چې صنعتګرو ته ځمکه ونه وېشل شوه، بلکې د ښارګوټي لپاره بېله شوې ځمکې باندې د ملکيت دعوه هم راپورته شوه.

خيرالله چې په متحده عربي اماراتو کې سوداګري لري وايي، چې په غزني کې د سوداګرو لپاره د ژوند شرايط هم نه دي برابر، د کار کولو او پانګونې خبره خو ډېره وروستۍ ده.

د هغه په وينا، دوه کاله مخکې يې غوښتل د غزني په ښار کې يو عصري مارکېټ او هوټل جوړ کړي، خو ورور يې د چا له لوري په ټېلېفون وګواښل شو او ٣٠ زره ډالر ترې وغوښتل شول.

نوموړي زياته کړه، چې د ورور ګواښوونکو ته يې پيسې هم ورکړې او ورور يې بېرته اماراتو ته ورغى، خو يو کال وروسته چې بېرته هېواد ته ستون شو، غوښتل يې خپلې سيمې ته ولاړ شي، کورنۍ او خپل خپلوان وګوري، په لاره کې وسله وال ورته ودرېدل، ويې تښتاوه او درې ورځې وروسته يې وواژه.

نا امنۍ په هره سيمه کې د پراختيا او پرمختګ خنډ ګرځېدلي ،خو د غزني امنيتي چارواکي وايي ،چې د پخوا په پرتله د ناامنۍ او جنايي پېښو ګراف را ټيټ شوى دى.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، تر پخوا په مرکز او ولسواليو کې امنيت ښه شوى،سوداګري او پراختيايي کارونو وده کړې او خلکو ته بوختياوې پيدا شوې دي.

لاسي صنايع :

لاسي صنايع د غزني د لرغوني تاريخ او پخوانۍ زمانې د دود او دستور استازيتوب کوي، چې اوس ورته پاملرنه لږ شوې، کارکوونکي يې کم شوي او سوداګري يې په ټپه درېدلې ده.

ټغر، غالۍ اوبدل، پوستين او پوستېنچې، چې د څارويو له پوستکي جوړيږي، ميسګري، کلالي او ښځينه لاسي صنايع، لکه خامک، غاړې او چکنونه  هغه پخوانى نوم او شهرت نه لري، چې کلونه مخکې يې ملي او نړيوال نوم درلود.

اويا کلن نوراغا، چې په ښار کې د خاورينو لوښو، منګو او ځګو دوکان لري وايي، چې د کلالۍ صنعت پخوانى ارزښت له لاسه ورکړى، د خاورينو لوښو کارول کم شوي او د دې صنعت بازار مخ په سړېدو دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس يواځې ګلدانونه او ځګونه يو څه بازار لري، خو د کلالۍ نور صنعت، منګي او کټوې نه سوداګر لري او نه يې کاروونکي شته.

د نوراغا په وينا، شاوخوا دېرش کاله مخکې لاسي صنايعو ښه نوم او شهرت درلود، يواځې د غزني په ښار کې تر پنځوسو ډېر د کلالۍ دوکانونه وو او تر سلو زيات د پوستين ګنډلو وړې فابريکې وې، خو اوس په ټول ښار کې د کلالۍ درې او د پوستين ګنډلو دوه دوکانه پاتې دي.

دى وايي، چې خلک اوس خپل با کيفيته لاسي صنايع نه کاروي، بلکې د لوړې بيې او بهرني توليدات ډېر خرڅلاو او ښه بازار لري، چې له امله يې د لاسي صنايعو کارېدونکي او پېرودونکي کم شول.

نوراغا له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د لاسي صنايعو د ودې، پراختيا او پېژندنې لپاره دې په هېواد کې دننه او بهر نندارتونونه جوړ شي، تر څو د لرغونو لاسي صنايعو لپاره نړيوال سوداګر وهڅول شي.

په ټوليزه توګه، کروندګر، سوداګر او د عصري او لاسي برخو صنعتګر، د کار امن چاپېريال، کاري اسانتياوې او د دې برخو د پراختيا او پرمختيا لپاره  وړ او مناسب شرايط غواړي.

د سوداګر ۍ په ډګر کې حيواني محصولات لکه د څارويو پوستکي ،وړۍ او دغه راز لبنيات يې ځانګړى ځاى لري،چې د پخوا په پرتله يې بازار لوېدلى دى.

د وړيو او پوستکو يو تن سوداګر عبدالخالق وايي ،چې د دېرش کاله پخوا په پرتله په دې سوداګرۍ کې سوړوالى راغلى ،نوموړى يې لامل دا ښيي ،چې مالداري کمه شوې او خلک اوس د پخوا په څېر څاروي نه ساتي.

د ده په وينا،د مالدارۍکمښت هم په وروستيو وچکاليو او د څړځايونو په نشتوالي پورې تړلى دى،پخوا به کوچيانو ډېر پسونه ساتل ، خو اوس دغه مالداري کمه شوې ده.

د غزني په کرنيز اقتصاد کې د تازه ميوو تر څنګ وچې مېوې،ممېز،بادام او الوبخارا ځانګړى نوم او په سوداګريز مارکېټ کې ځانګړى ځاى  لري.

د وچې مېوې يو تن سوداګر حاجي همايون وايي، چې د وچې مېوې بازار د تازه ميوې په فصل او حاصلاتو پورې تړلى دى ،که دتازه ميوې حاصلات ښه و، وچه مېوه په هغه کال ښه مارکېټ لري ،خو سره له هغه هم کله ناکله په کې ستونزې وي.

د ده په وينا،د وچې مېوې د ساتنې او پروسيس لپاره ځاى نشته دوى ډېر ځله د مېوې د ساتنې لپاره د مناسب ځاى د نشتوالي له ستونزې سره مخ وي او له بل لوري په دولتي کچه د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته او همکاري نشته.

د غزني په دښتو او غرنيو سيمو کې ځينې درمليز بوټي لکه باغي ترخه،سپانده ،بارتنګ ،خاکشير او نور شته ،چې اوس هم په کورنۍ درملنه کې خپل ځاى لري او ډېر کارول کيږي.

د غزني ښار يو سيک خالصه بشردوست وايي ،چې د غزني درمليز بوټي اوس هم په کورنيو کې ډير کارول کيږي او ډير شهرت لري.

د ده په وينا،دغه بوټي اوس کم شوي دي،خو سره له هغه هم غوړېدلې سوداګري لري،هند،پاکستان ايران او اروپا ته هم صادريږي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.