ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني امنيت ښه شوى

د غزني امنيت ښه شوى

author avatar
30 May 2013 - 14:46
د غزني امنيت ښه شوى
author avatar
30 May 2013 - 14:46

غزنی (پژواک ٨ غبرګولى٩٢): د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله د غزني مرکز او ولسواليو امنيت تر ډېره ښه شوى او د څو ولسواليو لارې پرانېستل شوي او پر ښار راکټي بريدونه هم درېدلي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د تېر په پرتله د غزني د مرکز او ولسواليو امنيت ښه يادوي او وايي، چې پېښې کمې شوې دي، وسله وال کمزوري شوي او په مقابل کې يې افغان ځواکونه پياوړي دي، مسلکي شوي، امکانات او تجهيزات يې عصري شوي دي.

د والي په خبره، په ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت په امنيت کې ستر بدلون راوستى، خلک د امنيت احساس کوي، په اوو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو د فعاليت له پيل سره ډېر بدلونونه راغلي ، له يو لوري امنيت پراخ شوى او له بل لوري په هغو سيمو کې خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د اکبرزاده په وينا، په دې ولسواليو کې د ملي پيوستون د پروګرام کارونه پيل شوي، سيمه ييزې او کليوالي شوراګانې جوړې شوې ، د خلکو او دولت تر منځ اړيکې په پراخېدو دي، چې درې څلور کاله مخکې هلته نه کار و او نه خلکو د امنيت احساس کولى شواى.

د هغه په وينا، غزني اتلس ولسوالۍ لري، چې ١٣ يې په نا امنه سيمو کې راځي او وسله وال په کې ازاد فعاليت لري.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په غزني کې په تېرو دوو کلونو کې تر ډېره امنيت ښه شوى دى.

هغه وايي، چې دوه کاله مخکې د غزني پنځو ولسواليو رشيدان، خوګياڼو، زنخان، ګيرو او اجرستان  ته د هوا له لارې اکمالات کېدل، خو اوس يې ځمکنۍ لارې پرانېستل شوي او ټول اکمالات د ځمکې له لارې کېږي.

د زاهد په وينا، په نهو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي او د حکومت واکمني د پخوا په پرتله پراخه شوې ده.

د ده په خبره، وسله وال اوس ډېر کمزوري شوي، د مخامخ جګړې توان نه لري او د پخوا په پرتله جګړې او چاودنې ډېرې کمې شوې دي.

زاهد زياته کړه، چې پخوا ښار تر ګواښ لاندې و، ښارته به راکټونه راويشتل کېدل او دغه راز په ښار کې به وسله والو په حکومتي مامورينو او پوليسو بريدونه کول، خو اوس نه راکټونه ويشتلى شي او نه په ښار کې ترهګريز فعاليت کولى شي.

په امنيه قوماندانۍ کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال الله نظر ضيايي هم په دې ولايت کې د جرمنو کچه ټيټه وښوده.

هغه زياته کړه، چې د پخوا په پرتله پېښې کمې شوې دي، د جرمونو ګراف ټيټ شوى او د جرمونو د ټيټوالي لامل يې د پوليسو د فعاليت پراخېدل او له پوليسو سره د خلکو مرسته وښوده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناوې ولسوالۍ له تېرو پنځو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په واک کې ده، د ناوې د بېرته تر لاسه کېدو لپاره هڅې شوي او چارواکو ناوه پاکستان ته د وسله والو د تګ راتګ لاره بللې او څو ځلې يې ويلي، چې که ناوه کې حکومت نه وي ټول غزني به ناامنه وي.

د غزني ولايتي شورا او يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، خو بيا هم خلک د ناامنۍ او وېرې احساس کوي.

دغزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، چې د ولسواليو لارې لا هم ناامنه دي، چارواکي او خلک ولسواليو ته په تګ راتګ کې ستونزې لري او لا يو څه امنيتي خطرونه شته.

نوموړى زياتوي، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى او د امنيتي پېښو ګراف راټيټ شوى، د خلکو او دولت تر منځ همکاري زياته شوې، خو دا هر څه کم دي، د امنيت د  ټينګښت لپاره دې نور کار هم وشي او د خلکو او دولت تر منځ دې اړيکې نورې هم پراخې شي.

د ولايتي شورا وکيله حميده ګلستاني هم امنيتي شرايط ناسم بولي او زياتوي، چې د امنيت له ټينګښت پرته پراختيايي چارې او ورځني کارونه په سمه توګه نه شي ترسره کېداى.

نوموړې د ناامنۍ اصلي عامل بېکاري بولي او وايي، چې لومړى دې د بېکارۍ په له منځه وړلو کې کار وشي، ځکه ناامنۍ بېکاري رامنځ ته کړې او بېکارۍ ناامني، چې دواړه سره تړلي دي.

د ولسواليو اوسېدونکي هم په خپلو سيمو کې د ناامنيو او خطر کيسې کوي او زياتوي، چې د ناامنۍ تر څنګ د کار نشتوالي د ژوند چارې اغېزمنې کړې دي.

د ده يک د جنبات اوسېدونکى محمد شريف وايي، چې د دوى د سيمې خلک اوس هم ډاډه نه دي او د ډېرۍ کليو خلک د ناامنۍ د وېرې له امله اول ماښام د خپلو کورنو دروازې تړي.

هغه زياتوي، چې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې سيمه او کليو کې به نسبي امنيت وي، خو تر دوه کليومتره لرې واټن کې بيا حکومتي واک نشته او وسله وال په کې ازاد ګرځي.

د ولسواليو تر منځ غځېدلې لارې هم تر ډېره بريده د وسله الو په واک دي او د خلکو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکى محمد حسين وايي، چې د جاغوري او قره باغ ولسواليو تر منځ لاره کې هره ورځ له ستونزو سره مخ وي او وسله وال لارې نيسي، موټر دروي او خلک  تلاشي کوي.

نوموړى وايي، چې د جاغوريو او قره باغ ولسواليو په څېر د ډېرۍ ولسواليو لارې ناامنه دي، خو دولت يې په خونديتوب او ساتنه کې کوم ګام نه دى اوچت کړى.

د غزني ښار اوسېدونکى او د غزني پوهنتون محصل رحيم الله وايي، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، خو هغسې نه دى، چې خلک پرې باور وکړاى شي.

نوموړى زياتوي، چې همدا اوس په ښار کې چاودنې کيږي او کله ناکله پر پوليسو هم بريدونه کيږي او دغه حالت ښاريانو ته وېره پيدا کړې او امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، که امنيتي ځواکونه د نسبي امنيت په ټينګښت کې پاتې راشي، نو تر ٢٠١٤ کال وروسته به په غزني کې د ناامنۍ وېره نوره هم زياته شي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي بيا ناامني د ټول هېواد ستونزه يادوي او وايي، چې خلک پوره امن نه لري.

د هغه په وينا، اوس د غزني خلکو پر خپلو ملي او سيمه ييزو پوليسو باور پيدا کړى او د دې ترڅنګ افغان ځواکونو ته ښه روزنه هم ورکړل شوې او د دوى دا روزنه دوام لري، څو داسې روزنه ترلاسه کړي، چې خلک يې قبول کړي.

نوموړي زياته کړه، تر څو چې د سيمې خلک له دولت سره د امنيت په راوستلو کې مرسته ونه کړي، امنيت هم نه شي راتلای، خو په وروستيوکې د خلکو مرسته زياته شوې ده.

احمدي د بېلګې په ډول وويل: ((څو ورځې وړاندې د غزني ښار په منځ کې يو وسله وال طالب د يو ښوونځي ساتونکي پوليس ووژل، خو کله چې وسله وال کس له سيمې څخه تېښته وکړه، نو پوليس وتوانېدل چې د خلکو په مرسته هغه وسله وال طالب وپېژني او وروسته يې ووژني.))

نوموړي د کورنيو چارو له وزارت وغوښتل، چې د پوليسو روزنې ته ادامه ورکړي، څو په ټولو قوانينو پوه شي او خپله دنده وپېژني.

د غزني د والي مرستيال وايي، چې اوس دولت ډېری کارونه د خلکو په خوښه کوي، ډېری وخت خلک ولايت ته مراجعه کوي او له دولت څخه په خپله سيمه کې امنيتي پوستې غواړي.

د ده په خبره، اوس د غزني ډېری خلک د وسله والو طالبانو له کړنو څخه ستړي شوي او غواړي، د خپل حکومت ملاتړ وکړي، چې په دې سره د دوی په سيمه کې امنيت هم راتلای شي او د بيارغونې کارونه هم ورته پيليږي.

په غزني کې درې مياشتې وړاندې د ولسي پاڅون، ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو تر څنګ زيات شمېر سيمه ييز پوليس هم فعال شول.

دغه سيمه ييز پوليس د اوس لپاره د غزني په اندړو، ده يک، قره باغ، مقر او اب بند ولسواليو کې فعال شوي دي.

په هغو سيمو کې، چې سيمه ييز پوليس فعال شوي خلک يې وايي، چې د دوى د سيمې امنيت ښه شوی او کله چې سيمه ييز پوليس نه وو، نو د سيمو امنيت يې ښه نه و، ځکه چې نور ځواکونه به کله کله سيمو ته ورتلل او عمليات به يې کول، خو تر وتلو وروسته به بيا سيمه د طالبانو لاس ته ورغله.

د غزني د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې اوس مهال د دوى د سيمې امنيتي حالت له پخوا څخه ډېر ښه شوی او علت يې هم په دغه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو ګومارل دي.

د هغه په وينا، د سيمه ييزو پوليسو ښيګڼه په دې کې ده، چې د خپلې سيمې خلک دي او حالت ورته ټول معلوم وي او هغه وسله وال کسان ، چې مخکې يې د دوى په سيمه کې فعاليت کاوه، ټول ورته معلوم دي.

د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي هم په دغه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو خوښ دي، خو بيا هم له دولت څخه غواړي، چې په ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو شمېر زيات کړي، څو د دې ولسوالۍ د ټولو سيمو امنيت په خپل لاس کې واخلي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی وحيدالله وايي، چې اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي په ازاده توګه ښار ته تګ راتګ وکړي او ورځنۍ چارې په ارام ډول پر مخ بوځي.

د هغه په وينا، اوس هم د دوى په سيمو کې سيمه ييز پوليس کم دي او نه شي کولاى هر ځاى او کلي ته لاس رسى ولري، نو بايد ورته ډېر شي.

د دې تر څنګ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره تېر کال د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون وشو ، چې بيا د غزني قره باغ، مقر او ده يک ولسواليو ته وغځيده.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د پايندې سيمې اوسېدونکي محمدعالم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې ولسي پاڅون ډېرې ښې پايلې درلودې او په ډېر لږ وخت کې يې له سيمې څخه وسله وال طالبان وشړل او خلک خپل ارام ژوند ته ستانه شول.

د هغه په وينا، له دې وړاندې د دې سيمې امنيت دومره خراب و، چې په تېرو کلونو کې هلته هېڅ افغان ځواکونه نه شوای تللای او د افغان وسله والو طالبانو په ګډون په لسګونو بهرني وسله وال هم په کې اوسېدل.

د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان کلي اوسېدونکى او پاڅون کوونکى شريف الله اندړ هم وايي، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د دوى راپورته کېدو ښې پايلې درلودې، خو دا چې دولت ورسره د وسلو او مهماتو مرسته نه کوله او دوی ته هم کومې وسلې، چې يې درلودې ورخلاصې شوې، نو دولت د دې پر ځای چې له دوی سره مرسته وکړي، سيمه ييز پوليس يې فعال کړل.

د ده په خبره، اوس مهال هم د هغو سيمو امنيت چې مخکې د ولسي پاڅون کوونکو په لاس کې و، ښه دى او سيمه ييز پوليس په کې فعال دي.

نوموړی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې زياتره پاڅون کوونکي له سيمه ييزو پوليسو سره ودرېدل او اوس مهال په اندړو ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ سيمه ييز پوليس او نږدې ۲۰۰ پاڅون کوونکي شته ، چې دواړه اوږه په اوږه د وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګيږي.

بل خوا په غزني کې د امنيت په موخه غزني ښار ته له ټولو ولسواليو څخه پر غځېدلو لارو امنيتي پوستې هم جوړې شوې دي.

د غزني امنيه قوماندان وايي، چې د غزني ټولو ولسواليو ته په پرتو لارو کې يې امنيتي پوستې جوړې کړې دي او دغو پوستو د امنيت په راوستلو کې مهم او مثبت رول لوبولی دی.

د هغه په وينا، کله چې پر دې لارو امنيتي پوستې نه وې، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو او ډېر وخت به وسله وال کسان لارو ته راوتل او عام خلک به يې ځورول او يا به يې پر لارو ماينونه خښول، چې ملکي خلکو ته به   زيان اوښته.

نوموړي د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني په مربوطاتو کې هم د امنيت خبره کوي او وايي، چې پر دې لاره هره ورځ د دوى د ځواکونو له لوري ګزمې کيږي او د دې تر څنګ يې امنيتي پوستې هم جوړې کړې دي.

امنيه قوماندان وايي، چې اوس د غزني اړوند د دې لارې په اوږدو کې ناامني نشته او ځواکونه يې په پرله پسې ډول پلټنې هم کوي.

د غزني خلک هم د دغو پوستو په جوړولو خوښ دي او د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی ضياالله وايي، چې د غزني ښار او اندړو تر منځ موټر چلوي او له کله چې امنيتي پوستې جوړې شوې دي، دوی هم د پوره امنيت احساس کوي.

د ده په خبره، له دې مخکې د دې لارې امنيت ډېر خراب و او وسله وال کسان به په رڼا ورځ ولاړ وو او پلټنې به يې کولې.

نوموړي زياته کړه، چې وسله والو څو ځلې د ده موټر هم پلټلى او څو ځلې يې ګواښلی هم و، چې هره ورځ ولې ښار ته ځي او ښايي هلته به جاسوسي کوي.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد په ولسواليو او کليو کې د پخوانيو قوماندانانو او زورواکو په اړه وايي، چې په غزني کې تراوسه داسې کسان نشته، چې هغوى دې په خپل سر وسله وال کسان وساتي او په سيمه کې دې خپلسري واکمني وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.