دويم تعقيب- کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): په کابل کې نن سلګونو تنو د ايران پر ضد لاريون وکړ او د ياد هېواد بيرغ، د ولسمشر، مذهبي مشر او د افغانستان د ځينو چارواکو انځورونوته يې اور ورته کړ.
دغه لاريون د ځوانانو ملي خوځښت له لوري نن له غرمې مخکې لس بجې د نوي ښار له پارک نه د ايران سفارت پر لور پيل شو.
لاريون کوونکو د ((مرګ پر حکومت او په ملي شورا کې د ايران پر جاسوسانو)) شعارونه ورکول او ځينو يې د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي، د بلخ د والي عطامحمد نور، د ولسي جرګې د غړو هر يوه محمدمحقق، احمد بهزاد او لطيف پدرام چليپا شوي تصويرونه هم له ځان سره لېږدول.
د لاريون يوه ګډونوال اسرار کريمزي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ د لاريون موخه دا ده، چې ايران د خپلو دغو کړيو له لارې د افغانستان په فرهنګي او سياسي چارو کې لاسوهنه کوي.))
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د ايران لاسوهنه د منلو وړ نه ده او د افغانستان دولت بايد د دې شان کړنو مخه ونيسي او له هغې پرته به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
معترضينو له ځان سره په ايران کې د اعدام شوو افغانانو تصويرونه هم لېږدول او ويل يې، چې د افغان حکومت له خبرولو پرته په ايران کې افغانان اعدامېږي، د پوښتنې کس يې نه شته.
لاريون کوونکو د ايران سفارت مخ ته يو ١٦ ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې د ايران د لاسوهنې پر بندولو او د افغانانو د اعدام درولو ټينګار شوى دى.
په قطعنامه کې راغلي، چې د ايران له سفارت څخه بايد په جدي ډول څارنه وشي او هغه کسان چې له اړتيا پرته ياد سفارت ته تګ راتګ کوي، بايد وپوښتل شي او د هېواد هيڅ چارواکى بايد د دولت له اجازې پرته ايران ته سفر ونه کړي.
په وروستيو کې لاريون کوونکو د ايران بيرغ، د مذهبي مشر، ولسمشر او د افغان ولسمشر د دويم مرستيال په ګډون د هېواد د ځينو چارواکو عکسونو ته اور ورته کړل.
له زياتو اړيکو سره سره په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو د نظر په اخيستلو بريالي نه شوو.
د ويلو ده، د ځوانانو ملي خوځښت تېره مياشت د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د پاکستان د پوځي تاسيساتو د جوړولو او پاکستان پر ضد په کابل کې لاريون وکړ، چې په ترڅ کې يې د هغه هېواد بيرغ هم تر پښو لاندې او وسوځاوه.
Visits: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن