ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند او پکتيکا کې ٣٠ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي

په هلمند او پکتيکا کې ٣٠ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
1 Jun 2013 - 11:35
په هلمند او پکتيکا کې ٣٠ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
1 Jun 2013 - 11:35

ښرنه،لښکرګاه ( پژواک١١ غبرګولى ٩٢) :چارواکي وايي، چې د پکتيکا او هلمند ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو په زېړوک ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ او نښته ورسره رامنځته شوه.

ځدراڼ زياتوي، چې د دې نښتې په پايله کې ٢١ وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د وژل شوو طالبانو هويت نه دى معلوم، خو پوليس يې په اړه پلټنه کوي.

دغه راز امنيه قوماندان وايي، چې نن سهار د ښرنې-مټاخان لارې په اوږدو کې د ماين چاودنې دوه پوليس وژلي او يو ټپي دى.

تر دې مهاله د پکتيکا د يادو پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند په نوزاد او خانشين ولسواليو كې نهه  وسله وال طالبان  په  دوه بېلو پېښو كې وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك پژواك اژانس ته وويل، چې پرون د نوزاد ولسوالۍ  په جازي سيمه كې درېيو ځانمرګو د پوليسو پر پوستې  بريد وكړ.

نوموړى وايي، يادو بريد کوونکو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک د يوه ډينا موټر په وسيله پر پوستې ځانمرګى بريد وکړي.

د ده  په خبره، چې د دغه ځانمرګي بريد په اړه لا له مخکې پوليس خبر وو او وړاندې تر دې چې ځان موخې ته ورسوي پوليسو پرې ډزې وکړې.

هغه زياته کړه، چې لومړي بريدګر خپل موټر بم ته چاودنه ورکړه او دوه نور له پوليسو سره د يو ساعته نښتې په پايله کې ووژل شول.

ځواك وايي، له وژل شوو كسانو يو ميل راكټ او دوه  كلاشينكوفونه ترلاسه شوي دي.

د والي وياند زياتوي، په همدې ورځ  د خانشين ولسوالۍ په  شيشنګۍ  سيمه كې د طالب قوماندان ملا نادر په ګډون  شپږ سله وال طالبان د هوايي بريد په ترڅ كې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، ملا نادر په سيمه كې د وسله والو طالبانو له مهمو كسانو څخه  و.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي د نوزاد په انګرك كاريز او د ګرشك  او سنګين ولسواليو په بېلابېلو پېښوكې د ګڼو كورنيو او بهرنيو سرتېرو دوژلو اعا كړې ده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.