ښرنه – دويم تعقيب (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي،چې د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ٦٠ وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو په زېړوک کې د سيمه ييزو او ملي پوليسو پر پوستو بريد وکړ.
خبرپاڼه د پکتيکا د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عزيزالله کاروان له قوله ليکي، چې دغه بريد د شپې ناوخته پيل شوى و، دوه ساعته يې دوام وکړ او په پايله کې يې ٦٠ بريد کوونکي ووژل شول.
خبر پاڼه کاږي، چې د جګړې په سيمه کې د ٢١ وسله والو مړي پاتې دي او د هويت پېژندنې په موخه په اورګون کې د پهرنيو سردار پوځي اډې ته وړل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په جګړه کې دوه ملي او سيه ييز پوليس هم وژلي ي او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي،خو د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
زېړوک د مرکز ښرنې په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ولسوالۍ ده.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو کې د ماين خښولو پر مهال يو تن وسله وال وژل شوى، دوه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يو طالب ډلمشر صفت الله د خپل ماين چاودنې وژلى او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې، دوه نور وسله وال، چې د ناامنۍ په ډېرو پېښو کې ښکېل وو په سيداباد کې نيول شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د دولتي چارواکو ادعا ردوي او زياتوي،چې د زيړوک په جګړه کې ډيرى امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن