ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ميدان وردګو ته د طالبانو په جامه کې پاکستاني نظاميان راغلي”

“ميدان وردګو ته د طالبانو په جامه کې پاکستاني نظاميان راغلي”

author avatar
2 Jun 2013 - 16:47
“ميدان وردګو ته د طالبانو په جامه کې پاکستاني نظاميان راغلي”
author avatar
2 Jun 2013 - 16:47

کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د ميدان وردګو د والي وياند ادعا کوي، چې دغه ولايت ته تر دوو سوو پاکستاني نظاميان د وسله والو طالبانو په جامه کې راغلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې

د وسله والو طالبانو په جامه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو شاوخوا دوه سوه تنه دغه ولايت ته د ورانکارو کړنو په موخه راغلي دي.

نوموړي زياته کړه، د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې له پولې پورې غاړې وزيرستان څخه راغلي شاوخوا دوه سوه تنه، چې د ورانکاره کړنو په ترسره کولو کې مهارت لري، د سيمه ييزو طالبانو په جامه کې په دغه ولايت کې خپل تخريبي فعاليتونه کوي.

 نوموړي زياته کړه، وروسته له هغه چې ځانګړي امريکايي ځواکونه د خلکو په غوښتنه له ميدان وردګو ولايت څخه ووتل، د دغه ولايت د خلکو او دولت ترمنځ اړيکې ډېرې ښې شوې دي.

 ځانګړي امريکايي ځواکونه شاوخوا دوه مياشتې مخکې وروسته له هغه له ميدان وردګو ووتل، چې خلکو يې د ظلمونو او ځورونو په اړه په پراخه کچه لاريونونه او شکايتونه وکړل.

 د يادو ځواکونو له خوا په ميدان وردګو کې د ځورونو په اړه څېړنې ته ولسمشر کرزي يو پلاوى وګوماره، وروسته د دغه پلاوي څېړنو وښوده، چې له خلکو سره د دغو ځواکونو له خوا تاوتريخوالى کېږي، چې بالاخره ولسمشر يې د وتلو امر وکړ.

 خوږياڼى وايي، ياد بهرني طالبان د يو شمېر کورنيو وسله والو په همکارۍ هڅه کوي، چې د ولس ذهنيت د افغان ځواکونو پر وړاندې بدل کړي.

 نوموړي همداراز وويل، چې د ياد ولايت يو شمېر قومي مشرانو ته په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو ويلي، چې دوى دلته د هندي سرتېرو د له منځه وړو په موخه راغلي دي.

 د خوږياڼي په وينا، په دغه ولايت کې نه کوم هندي سرتېری شته او نه يې عادي اتباع او زياتوي چې د طالبانو دغه ادعا د عامه ذهنيت مغشوشولو لپاره يوه پلمه ده.

د چک ولسوالۍ د خوات درې يو اوسېدونکى خان محمد هم دا مني، چې دې ولسوالۍ ته زيات شمېر پاکستاني طالبان ورغلي او په ښکار په کليو او بانډو کې ګرځي.

 نوموړي ادعا وکړه، چې ټول واک له وزيرستاني طالبانو سره دى، کله کله د دې ولسوالۍ طالبان نورو سيمو ته د ورانکارو کړنو په موخه لېږي.

 ده وويل، چې دغه وزيرستاني طالبان د چک په زمانخېلو سيمه کې هره ورځ سړک ته د موټرو د تلاشۍ لپاره راوځي.

 د خان محمد په خبره، وزيرستاني طالبان نه يواځې په چک، بلکې په دايميردادو، سيداباد او د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې مېشت شوي او په ښکاره په سيمو کې فعاليتونه لري، خو خلک له وېرې څه نه شي ورته ويلى.

د وردګو يوه بل اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې تر نورو کلونو سږ کال زيات پاکستاني طالبان راغلي دي.

ده زياته کړه، چې دغه کار خلک اندېښمن کړي او که حکومت يې پر وړاندې اقدام ونه کړي د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي.

پژواک اژانس هڅه وکړه ، چې ددغو ادعاوو په اړه د وسله والو طالبانو نظر واخلي ، خو بريالى نشو .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.