ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميمنه کې ٧٧ زده کوونکې مسمومې شوې

ميمنه کې ٧٧ زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
2 Jun 2013 - 12:22
ميمنه کې ٧٧ زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
2 Jun 2013 - 12:22

دويم تعقيب: ميمنه (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د فارياب ولايت مرکز ميمنه کې د نجونو د يوې لېسې ٧٧ زده کوونکې مسموې شوې او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي.

د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالعلى حليم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر مازديکر څلور بجې رامنځته شوې او ډېرى مسموم شوې زده کوونکې د افغان – ترک روغتون په مرسته روغتون ته لېږدول شوې دي.

هغه زياته کړه، چې ټولو روغتيايي ډلو ته لارښوونه شوې،چې په بېړني ډول دمسموم شوو درمنله وکړي.

د افغان-ترک روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول سيد قدرت الله هاشمى وويل، چې د مازديګر تر پنځو پورې د جمشيدې لېسې ٦٤ زده کوونکې بستر او تر درملنې لاندې نيول شوې دي.

خو دفارياب دعامې روغتيا رييس وويل، چې دمسموم شوو شمېر ٧٧ تنه دى او تر اوسه ( تېره شپه لس بجې ) په روغتون کې له درملنې وروسته رخصت شوې دي.

د جمشيدي لېسې د نهم ټولګې زده کوونکې ناهيدې وويل: “څلورم درسې ساعت و، چې بد بوى راغى، بيرون ته ووتم، بې هوښه ولوېدم اوس چې ګورم په روغتون کې يم.”

د دغه ښوونځي د اووم ټولګې زده کوونکې فرخناز وويل: “کله چې نجونې يو پر بل پسې بې هوښه شوې، ښوونکي مو يو کس را وښود، چې دباغونو په منځ کې يې منډې وهلې.”

هغې له دولته وغوښتل، چې د ښوونځيو د امنيت خوندي کولو ترڅنګ دې د دې پېښو عاملين د قانون منګلو ته وسپاري، څو بيا داسې کړنې تکرار نه شي او نجونو ته د زده کړې خوندي چارپېريال رامنځته شي.

دزده کوونکو دکورنيو يوه مشر حميدالله وويل، په کور کې و، چې له دغه قضيې نه خبر شو او ځان يې په منډه ښوونځي ته را ورساوه.

هغه زياته کړه: “کله چې ښوونځي ته ننوتم، له بد حالت سره مخ شوم، نجونو چيغې وهلې او ځينې د ښوونځي په هره ګوښه کې بې هوښه پرتې وې.”

حميدالله زياته کړه، چې دغه کارونه د ځينو داسې کسانو له خوا، چې د نجونو د ښوونې او روزنې مخافت دي، پلان او ترسره کېږي

د فارياب امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال توتم دره د دې پېښې پخلى وکړ، خو اړه يې له نورو خبرو کولو ډ ډه وکړه.

جمشيدي لېسه له ١٣٠٠ زيات زده کوونکي لري، چې د ميمنې ښار په شپږ کيلومترۍ کې پرته ده.

دا په تېره يوه مياشت کې په فارياب کې دزده کوونکو دمسموميت درېيمه پېښه ده.

په لومړۍ پېښه کې د نامعلومو دلايلو له امله په ميمنه ښار کې د مونسه شهيد لېسې ٣٠ زده کوونکې مسمومې شوې وې، چې وروسته بيا د شيرين تګاب ولسوالۍ د اسلام کلا سيمه کې د نجونو لېسې ١١٥ نورې زده کوونکې په دغه برخليک اخته شوې.

په تېرو پنځو کلونو کې په زياتو پېښو کې د ولايتونو په ښوونځيو کې زياتې نجونې مسمومې شوې، خو حکومت لا تر اوسه په جدي ډول د دغو قضيو پلټنه نه ده کړې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.