لښكرګاه (پژواك ۱۳ غبرګولى ۹٢): چارواکي وايي،چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په ۱۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يو ځل بيا د ساروان كلا د هراتيانو په سيمه كې جګړه شوې ده.
د ده په خبره، ياده سيمه دوه ورځې مخکې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې له وسله والو مخالفينو پاكه شوې وه، خو تېره ورځ بيا د وسله والو طالبانو خوځښتونه په کې ليدل شوي دي.
ځواك زياتوي، چې د پرون په جګړه کې د هراتيانو او ملازو په سيمه کې د ٢٤ بريد کوونکي مړي په سيمه کې پاتې دي.
نوموړي وويل، په جګړه کې يو سيمه ييز پوليس او ۱۷ وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
ځواك زياتوي، په همدې ورځ امنيتي ځواکونو د طالبانو هغه کيشتۍ ويشتلې، چې غوښتل يې د هلمند پر سيند له موسى کلا سنګين ته واوړي.
د ده په وينا، په کيشتۍ کې سپاره ټول وسله وال وژل شوي، خو ده يې کره شمېر ونه ښود.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د ساروان كلا د هراتيانو په كلي كې يې په مخامخ جګړه كې ۱۴ افغان سرتېري وژلي ۱۱ نور يې ټپيان كړي او يو طالب هم وژل شوى دى.
د چارواكو په وينا، د سنګين جګړه لس ورځې مخکې د زرو په شاوخوا كې وسله والو طالبانو له خوا پيل شوه او تر دې مهاله تر سلو زيات وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن