ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نوم ليکنه کې د ښځو ګډون پيکه دى

په نوم ليکنه کې د ښځو ګډون پيکه دى

author avatar
4 Jun 2013 - 19:25
په نوم ليکنه کې د ښځو ګډون پيکه دى
author avatar
4 Jun 2013 - 19:25

کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د نوم ليکنې پروسې له پيله تر ننه پورې ٢٠زرو کسانو کارتونه اخيستي، خو په دې پروسه کې د ښځو ګډون پيکه دى.

د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه د روانې مياشتې د غبرګولي په پنځمه د ټول هېواد په کچه په رسمي ډول پيل شوه او ټاکل شوې، چې په ټوليز ډول به په شرايطو برابر څلورو ميليونو کسانو ته د رايې ورکونې کارتونه ووېشل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، نن پژواک خبري اژانس ته وويل‎ چې تردې دمه په ټول هېواد کې ١٩٩٣٥ کسانو د نوم ليکنې کارتونه اخيستي، خو د ښځو ګډون تراوسه پورې کمرنګه دى.

هغه زياته کړه چې له دې جملې نه ١٦٧٩٠ نارينه، ٣٠٩٠ښځې او ٥١ کسه يې کوچيان دي.

نور د نوم ليکنې په مرکزونو کې د ښځو د کم ګډون لامل د مرکزونو کموالى وباله او ويې ويل، تراوسه په ټولو ولسواليو او ناحيو کې ٤١مرکزونه شته، چې د دويم پړاو په پيل سره به، چې د روان کال د زمري په پنځمه پيلېږي، دغه شمېره ٤٤١ مرکزونو ته لوړه شي.

هغه وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٨٠٠ مبلغين د دې له پاره استخدام کړي، چې بېلابېلو کليو او ناحيو ته لاړ شي، خلکو ته دا ذهنيت ورکړي، چې د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي او د ټاکنو پر وړاندې خپله وجيبه تر سره کړي.

نور زياته کړه: دا چې د نوم ليکنې مرکزونه کم دي، د نوم ليکونکو شمېره هم کمه ده، خو هر څومره چې دغه پروسه چټکه شي، نو د نوم ليکونکو شمېره هم زياتېږي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند وويل: “د نوم ليکنې د مرکزونو په زياتېدو سره ښايي د ښځو ګډون هم زيات شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو ګډون ان په کابل کې هم کمرنګه دى.

له دغو مرکزونو څخه يو هم د کابل په شپږمه ناحيه کې موقعيت لري.

د دغې ښځينه مرکز مشره فايقه وايي: “د سهار له اتو نه تراوسه پورې دوه ساعته تېرېږي، يواځې شپږو خويندو د نوم ليکنې له پاره تشريف راوړى دى.”

نوموړې د نارينه وو په پرتله د ښځو شتون ډېر کم وباله او زياته يې کړه، چې د نوم ليکنې د پروسې له پيله تر ننه پورې ٧٨٩ نارينه وو او ١٦١ ښځو نوم ليکنه کړې، چې لوستي او نالوستي دواړه په کې شامل دي.

فايقې زياته کړه، چې د لرې پرتو سيمو په نوم ليکنه کې بايد د ښځو ګډون پيکه وي، ځکه چې امنيتي ستونزې او دودونه يې پر وړاندې خنډ جوړوي، خو په کابل کې دغه ستونزه نه شته، بايد د ښځو ګډون څو ځله زيات وي.

هغې په دې اړه، چې ولې مېرمنې د نوم ليکنې مرکزونو ته کمې راځي؟ وويل: “هغه موقعيت ته چې موږ په کې يو، ښځې ډېر کم لاسرسى لري.”

د نوم ليکنې د دغه مرکز مسوولې وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په لومړۍ ورځ د ځاى د ټاکنې په اړه فکر کړى وى.

د نوم ليکنې د دغه مرکز يوې کارکوونکې مژګان، په ټولنه کې ښځو ته د ارزښت نه ورکول د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو د ګډون د پيکه والي لامل بولي او وايي: “هر څومره چې د يو چا شخصيت ته قايل شو، نو هغومره په اوچتو مسايلو کې ورګډېږي، خو زموږ په سنتي ټولنه کې نارينه ښځو ته چندان اهميت نه ورکوي؛ نو ځکه هغوى په سياسي مسايلو کې کومه لېوالتيا نه ښيي.”

د هغې په وينا، په ټاکنو کې ګډون او د هغو په ارزښت پوهېدل بايد په ښوونيز نصاب کې راوړل شي.

په ورته وخته کې ځينې مېړونه وايي، مېرمنو يې د رايې مرکزونو د لرې والي له امله تراوسه هم د رايې ورکونې کارت نه دى ترلاسه کړى.

امام الدين، چې ځان د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکى راپېژني او د کابل په شپږمه ناحيه کې يې کارت اخيسته، وويل: “مېرمن مې په ولسوالۍ کې ده، هرکله چې هلته د نوم ليکنې مرکز پرانيستل شي، نو ترلاسه به يې کړي.”

هغه زياته کړه، چې دوى په ټاکنو کې د ښځو له برخې اخيستو سره مخالفت نه دي او ښځې هم حق لري، چې د نارينه وو ترڅنګ خپله رايه وکاروي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د کارتونو وېش په پنځو کټګوريو وېشل شوى دى. هغه وګړي چې عمر يې اوولس کاله دى او د ټاکنې تر ورځې به اتلس کلن شي، هغوى چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، هغه ځوانان چې عمر يې اتلس کلن شوي او يا له دې اوچت دي او په تېرو ټاکنو کې يې نوم ليکنه نه ده کړې.

همدارنګه هغه کسان، چې خپل کارتونه يې ورک کړي يا دا چې د خرابېدو له امله د کارونې وړ نه دي او هغه کسان، چې د اوسېدو د ځاى ټاکنيزه حوزه يې بدله شوې ده، نو نوي کارتونه ورکول کېږي.

په ټوله کې د هېواد په کچه د رايې ورکونې اووه زره مرکزونه جوړېږي، چې له دې جملې ٤١ مرکزونو په کار پيل کړى، چې درې يې په کابل، يو يو د ولايت په مرکزونو او دوه دوه د زون په کچه دي.

دغه ٤١ مرکزونه په ٨٢ محلونو وېشل شوي، چې ٤١ يې د ښځو او همدومره نور يې نارينه وو ته ځانګړي شوي دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې په يوه وخت کې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند يو ځل بيا د راتلونکو ټولټاکنو او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې  د امنيت په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، دوى له امنيتي ننګونو سره مخ دي او غواړي چې دغه ستونزه هواره شي.

خو د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنو د امنيت د خوندي کولو او رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت خوندي کولو له پاره پوره چمتووالى لري او په دې اړه بايد کومه اندېښنه موجوده نه وي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.