ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د يوه سرحدي پوليس مور وژل شوې

فارياب کې د يوه سرحدي پوليس مور وژل شوې

author avatar
5 Jun 2013 - 12:09
فارياب کې د يوه سرحدي پوليس مور وژل شوې
author avatar
5 Jun 2013 - 12:09

ميمنه (پژواک ١٥غبرګولى ٩٢): په فارياب ولايت کې د يوه سرحدي پوليس مور د وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوې ده.

د فارياب د سرحدي پوليسو د کنډک سرپرست احمد ويس ادعا وکړه، چې دغه ښځه تېره ورځ مازديګر مهال د پښتونکوت ولسوالۍ په غارتپه سيمه کې له خپل کور نه چېرې روانه وه، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او يې وژله.

دغه پوليس چارواکي  پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې له وژل شوې مېرمن سره خپل خاوند هم و، خو هغه په تېښته بريالى شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دې اويا کلنې ښځې زوى ګلبدين نومېږي او غارتپه سيمه کې د سرحدي پوليسو سرتېرى دى.

د ده په وينا، چې وسله والو طالبانو له دغه پوليس څخه وېره درلوده، خو دا چې ونه توانېدل هغه ووژني نو مور يې ورته ووژله.

د دې مېرمنې يوه خپلوان محمدظاهر وويل: ((دا مېرمن په ډېر ناوړه ډول وژل شوې  او ټول بدن يې مرمۍ خوړلې دي.))

د محمد همراه په نوم يوه بل ځايي مخور هم وويل، چې وژل شوې د غارتپې سيمې اوسېدونکي او د حاجي عبدالرسول مېرمن وه او وسله والو طالبانو وژلې ده.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير  قادرى وايي، پوليس هڅه کوي چې د دې وژنې عاملين ونيسي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د دې مېرمنې په وژنه کې خپله ښکېلتيا په کلکه رده کړه او له پژواک خبري اژانس سره يې په ټيېيفوني اړيکه کې وويل، دا له انساني کرامت نه ډېره لرې ده، چې طالبان دې يوه ښځه او بيا يوه مور ووژني، که څه هم چې زوى يا کوم خپلوان يې د دولت لوړ پوړى کار کوونکى وي.

هغه زياته کړه: ((که د کرزي مور هم وي، نو موږ ورسره کار نه لرو.))

د ويلو ده، چې يو کال وړاندې هم په همدې سيمه کې يوه ښځه او يو طالب د وسله والو کسانو له خوا ووژل شول او مسووليت يې پر سيمه ييزو وسله والو طالبانو اچول شوى و . دمدرسې دغه طالب د محمد ظاهر زوى و. نوموړى هغه مهال ټکسي چلوله او د زوى له وژل کېدو وروسته  په پښتونکوټ کې د سرحدي پوليسو د قوماندان په توګه ګومارل شوى و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.