ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال زون ځينې قومي مشران د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيت غواړي

د شمال زون ځينې قومي مشران د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيت غواړي

author avatar
5 Jun 2013 - 17:03
د شمال زون ځينې قومي مشران د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيت غواړي
author avatar
5 Jun 2013 - 17:03

مزارشريف (پژواک ١٥غبرګولى ۹۲): د شمال زون د ځينو ولايتونو لسګونه قومي مشرانو په مزارشريف ښار کې د راتلونکو ټاکنو د احتمالي ستونزو د حل په موخه جرګه وکړه.

دغه غونډه نن ( د غبرګولي ١٥مه) د شمال د خلکو د عنعنوي اصلاحي جرګې له خوا رابلل شوې وه، چې د بلخ د پښتنو قومي مشرانو تر څنګ په کې د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو قومي مخورو او ځوانانو هم برخه اخيستې وه.

د جرګې ګډونوالو له دولته وغوښتل، چې په شمال زون کې دې د راتلونکو ټاکنو امنيت ته پوره پاملرنه وکړي.

د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې د رهبري شورا غړي او د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د شمال زون په ځينو سيمو کې په لوی لاس امنيت خراب شوى، د ټاکنو مرکزونه هم د خلکو په مشوره او خوښه نه وو جوړ شوي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ په ډېرو سيمو کې له دې امله امنيت خراب شو، چې ځيني خلک په ټاکنو کې له برخې اخيستو بې برخې پاتې شول.

د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې د رايه ورکولو مرکزونه هم په سمه توګه نه و پلان شوي، په ځينو سيمو کې به خلک لرې د ټاکنو مرکزونو ته تلل.

د يادې جرګې ګډونوال او د فارياب د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي امين الله پژواک اژانس ته وويل، په تېرو ټاکنو کې ځيني خلک په لوی لاس له ټاکنو بې برخې پرېښودل شول.

نوموړي زياته کړه، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره دې سر اوسه د امنيت په راوستو کې هڅې وکړي.

د ده په خبره، په تېرو ټاکنو کې د دوی پر وړاندې جوړې شوې دسيسې بريالۍ وې خو وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به هېڅوک پرې نه ږدي دسيسې ورته جوړې کړي.

د عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي عبدالستار اسحاقزى وايي، د بلخ په ګډون د شمال زون ړ د نورو ولايتونو قومي مشران ځکه راټول شوي، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه د ستونزو حل لاره پيدا کړي.

اسحاقزي وويل، دوی په راتلونکو ټاکنو کې د خپلو افغان ځواکونو ملاتړ کوي او هيله ترې کوي، چې د رايه ورکولو لپاره يې امنيت ډاډمن کړي.

د يادولو ده، يوه اونۍ وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې هيڅ ستونزه نشته.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.