بروکسل ( پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۲) : د ناټو سرمنشي یو ځل پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د فساد پر ضد مبارزه او د ازادو او عادلانه ټولټاکنو لپاره اقدامات ترسره کړي.
د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسمون دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۵مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو ددوه ورځنۍ غونډې په دویمه ورځ دافغانستان په اړه ځانګړې ناستې ته په پرانستونکې وینا کې وکړې.
د ناټو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون تر غرمې مخکې پیل شوې ده، په دې غونډه کې د ناټو ددفاع وزیرانو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان په ګډون د ایساف همکارو هیوادونو د دفاع وزیران، د ملګرو ملتونو او اروپایي هیوادونو استازي او په افغانستان کې د ناټولوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ هم ګډون کړی دى.
راسموسن پخپله پرانيستونکې وینا کې وویل چې په راتلونکو څو اونیو کې افغانستان له مهم پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی.
د هغه په وینا، په دې موده کې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي او په ورته وخت کې به د ایساف رول له جګړه ییز ماموریت څخه ملاتړي رول ته واوړي.
خو راسموسن وویل ، چې ایساف به د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونو ته په رسمي توګه د ټولو واکونو تر سپارل کیدو پورې جګړې ته په چمتو حالت کې قرار ولري.
هغه زیاته کړه : (( تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې زموږ د بوختیاوو، یو نوی او جلا فصل پرانيستل شي،چې هغه افغان ځواکونو ته روزنه، مشوره او همکاري کول دي.))
د ناټو سرمنشي وویل ،چې دا ماموریت به د بڼې له مخې د ایساف د اوسني ماموریت په پرتله کوچنی او یو غیر جنګي ماموریت وي.
راسموسن زیاته کړه ، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د واکونو د لیږد بهیر په ښه توګه پر مخ روان دی او پرمختګونه په واضح ډول لیدل کیږي.
د هغه په وینا، لا هم ننګونې پر وړاندې پرتې دي او لا ډیر کار ته اړتیا ده.
دی وایي : (( د دې لپاره چې خپلې په سخته لاس ته راغلې ، لاس ته راوړنې وساتلی شو، لا ډیر اقتصادي او سیاسي پرمختګ اړین دی.))
نوموړي زیاته کړه ، چې له افغانستان سره ژمنې دوه طرفه دي.د افغان لوري له خوا د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کیدو، د فساد پر ضد د مبارزې، د بشر د حقونو د خوندیتوب او د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو په اړه ژمنې، (له افغانستان سره) د نړیوالو مرستو دوام ته لار هواروي.
هغه زیاته کړه : (( د افغانستان موضوع یوه ستره نړیواله موضوع ده موږ به په خپله نننۍ ناسته کې واضح کړو، چې موږ په دې موضوع کې خپل رول لوبولو ته چمتو یو.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن