لښكرګاه (پژواك ۱۵ غبرګولى ۹۲): چارواکي وايي،چې د هلمندپه سنګين ولسوالۍ كې د ماين چاودنو شپږ ملكي وګړي وژلي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په ۱۵مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په دوو جلا چاودنو كې شپږ عام وګړي ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې درې سړي او درې ښځې شاملې دي.
د ځواک په وينا، د ساروان كلا سيمې د ملازو كلي اوسېدونكو د وسله والو طالبانو د ډېر ورتګ له مله خپل کورونه پرېيښي وو.
د ده په خبره، چې تېره ورځ بېرته افغان ځواكونو سيمه تر خپل واك لاندې راوسته او وتلي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
خو ځواک زياتوي، چې وسله والو طالبانو په يادو کورونو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او کله چې خلک خپلو کورونو ته ننوځي چاودنې پرې شوې او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
ځواك وايي، اوسمهال افغان امنيتي ځواكونه په سيمه كې د ماينونو پر شنډولو بوخت دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې ماين چاودنو کې ملکي وګړي نه بلکې د پوليسو او اردو سرتېري وژل شوي دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن