ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى : د سولې په اړه روان جريانات په دقت سره څارل کېږي

author avatar
8 Jun 2013 - 19:02
author avatar
8 Jun 2013 - 19:02

کابل ( پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزى وايي ، چې افغانستان د سولې په باب روان جريانات په پوره دقت او احتياط سره څاري.

نوموړي دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٨مه، په ارګ کې د المان د بهرنيو چارو وزير ګېدو ويستر ويله سره د يوې ليدنې پر مهال کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د المان او په ټوليزه توګه د ناټو د غړو هېوادونو د پوځي حضور د څرنګوالي،د سولې د بهير او د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو په اړه خبرې وشوې.

ولسمشر کرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتيا او غوښتنه وبلله او زياته يې کړه ، چې افغانستان به  هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې د سولې په اړه د افغانانو سپېڅلې هيله د پرديو د ناوړه هدفونو وسيله  وګرځي.

د هغه په وينا، افغانستان د سولې په باب روان جريانات په پوره دقت او احتياط سره څاري.

د سرچينې په وينا، ولسمشر حامدکرزي المان د افغانستان تاريخي دوست او ملګری هېواد وباله، او ويې ويل ، چې المان ته افغانان ځانګړی احترام لري او د يوه تاريخي دوست هېواد  په سترګه ورته ګوري.

حامد کرزي تر ۲۰۱۴  کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو د پوځي حضور د څرنګوالي په اړه وويل، چې د دغو هېوادونو پوځي حضور به د دوه اړخيزو موافقه ليکونو په چوکاټ  او د افغانستان  د غوښتنو او شرايطو په پام کې نيولو سره دوام وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د المان د بهرنيو چارو وزير د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهير څخه د خپل هېواد د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې هېواد يې د خپلو پخوانيو ژمنو له مخې، له افغانستان سره خپلو اوږد مهالو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي .

د هغه په وينا، هېواد يې غواړي ، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

په دغه کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا،دافغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مايکل کخ او په افغانستان کې د المان سفير هم شتون درلود.

د يوه بل خبر له مخې، د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول خپل الماني سيال ګېدو ويستر ويله سره د ولسمشر کرزي له کتنې وروسته وکتل.

ډاکټر زلمي رسول همداراز داکټر ويستر ويله ته د افغانستان د سولې بهير، د ۱۳۹۳ کال ټاکنو لپاره د چمتووالي او د امنيت  ليږد په اړه د افغانستان عمومي ليد لوری څرګند کړ.

المان په افغانستان کې شاوخوا ٥ زره سرتېري لري او تر اوسه يې ٥٤ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

دغه هېواد لا دمخه اعلان کړى، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به په مزار شريف کې ٨٠٠ سرتېري پرېږدي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.