ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه افسر درې امريکايي سرتېري وژلي

author avatar
8 Jun 2013 - 14:58
author avatar
8 Jun 2013 - 14:58

کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): په پکتيکا ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې بهرني سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دغبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې د افغانستان په ختيځ کې يې پر سرتېرو داخلي بريد شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو په جامو کې يوه تن د دوى پر سرتېرو بريد کړى او درې سرتېري يې  وژلي دي.

ايساف وايي، چې دوى او افغان پوځي چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړي او پايلې به يې وروسته اعلان کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ايساف د خپلې پاليسۍ له مخې، د وژل شوو سرتېرو هويت نه شي په ډاګه کولى، خو بايد وويل شي چې په دې  سيمه کې امريکايي سرتېري مېشت دي.

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مرستيال جنرال محمد اکبر هم پېښه تاييدوي او زياتوي، چې دغه بريد د يوه افسر له خوا چې د کندهار ولايت اوسېدونکى و، ترسره شوى دى.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې دغه بريد د ملي اردو د دويمې پلې لوا په مرکزي قوماندانۍ کې ، چې د خيرکوټ ولسوالۍ د سېګانې په سيمه کې ده، رامنځته شوې ده.

هغه پژواک ته وويل، چې د ملي اردو او ايساف سرتېرو تر منځ لومړى لفظي شخړه شوې او وروسته د اردو ياد سرتېري پر ايساف ځواکونو ډزې کړې دي.

افغان وايي، چې په دې پېښه کې د ايساف درې سرتېري وژل شوي، درې نور ټپيان دي او د ملي اردو سرتېرى هم په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، د پکتيکا والي محب الله صميم يوه پلاوي ته ، چې په کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت استازي ګډون لري، دنده سپارلې، تر څو د يادې پېښې د څرنګوالي په موخه له ايساف ځواکونو سره په ګډه پلټنې وکړي.

هغه زياتوي، لومړني معلومات په ډاګه کوي ، چې پېښه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې او د ملي اردو ياد سرتېری له وسله والو سره کومه اړيکه نه لري.

د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ٨٥ تنو ته ورسېد.

د يادونې ده، تېر کال په ٤٥ داخلي بريدونو کې ٦٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو د روان زېږديز کال له پيله راهيسې دا ډول بريدونه کم شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.