ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان مزارشريف کې قونسلګري پرانيسته

author avatar
9 Jun 2013 - 16:40
author avatar
9 Jun 2013 - 16:40

په دې اړه نيول شوو مراسمو کې د المان د بهرنيو چارو وزير ويسټر ويله، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډاکټر عبدالحي حيدر، د ترانسپورټ وزير داوود علي نجفي، د بلخ والي عطاء محمد نور او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د المان د بهرنيو چارو وزير جيوډو ويستر ويله د قونسلګرۍ د پرانيستې د مراسمو پر مهال وويل، چې د دې قونسلګرۍ پرانيستنه په افغانستان او شمال کې د المان د همکاريو د دوام په معنا ده.

هغه زياته کړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د دوى همکاري پاى ته نه رسېږي او د قونسلګرۍ پرانيسته د دې معنا ورکوي چې دوى به په ملکي برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

د نوموړي په وينا، د ايساف ماموريت په بشپړېدو سره د المان ماموريت نه ختميږي، بلکې تر راتلونکو کلونو پورې به خپلې همکارۍ جاري ساتي.

جرمني په کابل کې سفارت لري او له کابل څخه بهر د دغه هېواد  دا لومړنى قونسلګري ده چې پرانيستل کېږي.

ويسټر ويله وويل: ((موږ به افغانستان د ماتې کښتۍ په څېر چې يوه لوري ته اوړي، نه پرېږدو.))

هغه زياته کړې، چې هېواد به يې په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ په ملکي برخه کې هم خپلې همکارۍ زياتې کړي.

د بلخ والي عطاء محمد نور له المان څخه مننه وکړه،  چې د امنيت تر څنګ په ملکي برخو کې يې هم ډېرې مرستې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عبدالحي حيدر هيله څرګنده کړه، چې دا قونسلګري به د تجارت او صنعت په برخه کې له افغانانو سره ډېره مرسته وکړي.

المان په افغانستان کې ٥٠٠٠ سرتېري لرل چې په شمالي ولايتونو کې مېشت وو، اوس يې يو شمېر سرتېري بېرته تللي او دمګړۍ يې ٤٢٠٠ سرتېري پاتې دي او تر اوسه يې په افغانستان کې ٥٤ سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.