ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ هوايي ډګر د ترمينل ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

author avatar
9 Jun 2013 - 18:08
author avatar
9 Jun 2013 - 18:08

مزار شريف ( پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نامه نړيوال هوايي ډګر نوى ترمينل پرانيستل شو.

هوايي ډګر نن د غبرګولي په ۱۹مه، له غرمې وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د هېواد د ترانسپورټ وزير، د المان د بهرنيو چارو وزير او د بلخ د والي په ګډون، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړو په کې برخه اخيستې وه، پرانيستل شو.

د بلخ والي عطامحمد نور په يادو مراسمو کې وويل، چې د مولانا جلال الدين بلخي هوايي ډګر ترمينل د تېرو درې کلونو په ترڅ کې د جمهوري فدرالي المان او متحده عربي امارت له خوا د ۶۰ ميليونه يورو په لګښت جوړ شوى .

نوموړي زياته کړه، پر دغه ترمينل المان هېواد ۴۸ميليونه يورو او متحده عربي اماراتو ۱۲ميليونه يورو لګښت کړی دی.

نور وويل، چې دغه ترمينل هره ورځ د ۱۰۰۰ کسانو لپاره اسانتيا لري، چې د کال په اوږدو کې د ۴۰۰ زره مساپرو د لېږد رالېږد اسانتيا پکې په نظر کې نيول شوې ده.

د جرمني هېواد د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسټرويله Guido Westerwelle د هوايي ډګر د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې  د ترمينل جوړول يې په افغانستان کې  ستره پراختيايي پروژه وه، چې بشپړه شوه.

نوموړي زياته کړه، د دغه هوايي ډګر له لارې به د افغانستان شمال او په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار سوداګريز ارزښت لا پسې زيات شي.

ويسټرويله وويل، چې د دوی له خوا د دغې پروژې مالي ملاتړ د المان او افغانستان د ښو اړيکو ښکارندوي کوي.

د هغه په خبره، المان هوډ کړی، چې له ۲۰۱۴کال وروسته به هم افغانستان يواځې نه پرېږدي.

د ترانسپورټ او هوايي چلندوزير داوود علي نجفي وايي،چې په افغانستان کې درې نړيوال هوايي ډګرونه دي، چې يو يې د مزارشريف هوايي ډګر دی.

نوموړي زياته کړه، له دغه ډګره د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته له الوتنو سربېره ترکيې، ايران او ازبکستان هېوادونو ته هم الوتنې کېږي.

د هغه په وينا، دغه ډګر په نړيوالو معيارونو برابر جوړ شوی، چې له نړۍ سره به افغانستان د شمال د نښلونکي هوايي کرښې حيثيت ولري.

دا په داسې حال کې ده،چې يوه اونۍ مخکې د اروزګان هوايي ډګر د ترمينل نوې ودانۍ هم ګټې اخيستنې سپارل شوې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.