ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د ولسمشر کرزي او کيري ترمنځ د خبرو وضاحت وغوښت

مشرانو جرګې د ولسمشر کرزي او کيري ترمنځ د خبرو وضاحت وغوښت

author avatar
9 Jun 2013 - 15:42
مشرانو جرګې د ولسمشر کرزي او کيري ترمنځ د خبرو وضاحت وغوښت
author avatar
9 Jun 2013 - 15:42

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د خبرو په اړه بايد دې جرګې ته وضاحت ورکړل شي.

د غبرګولي په ١٢مه مازديګر مهال ولسمشر کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سولې په اړه له يو ساعت څخه زياتې ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د مشرانو جرګې غړو وروسته تر هغه د يادو خبرو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه، چې يوې باوري دولتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې تېره اونۍ د ولسمشرکرزي او جان کيري ترمنځ ټيلېفوني خبرې د معمول تر حده تېزې شوې.

دې سرچينې ادعا وکړه، چې له ولسمشر کرزي سره په دغو خبرو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په ښکاره د طالبانو له خوا استدلال کاوه.

پورته سرچينې د بېلګې په توګه زياته کړه، امريکا غواړي طالبانو ته په قطر کې پر داسې شرايطو دفتر جوړ کړي، چې د يوه سفارت بڼه ولري، چې دغه کار به په افغانستان کې يو ځل بيا د متعددو سيمه ييزو حکومتونو د منځته راتلو خطر پيدا کړي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې د ولسمشر کرزي او کيري د خبرو جزئيات بايد ملت او د ملت استازو ته روښانه شي.

د حساس په وينا، دى هم معلومات لري، چې په يادو خبرو کې کيري د طالبانو پلوي کړې ده.

هغه زياته کړه: ((رييس جمهور بايد روښانه کړي چې امريکا د طالبانو پلوي کوي او که دا خبرې حقيقت ونه لري هم بايد روښانه شي.))

په ياده جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري وويل، چې جان کيري په يادو ټيلېفوني خبرو کې ټينګار کړى، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر ورکړل شي.

ده زياته کړه، چې امريکا بايد د افغان دولت ملاتړ وکړي نه د طالبانو پلوي.

د حيدري په وينا، ولسمشرۍ ماڼۍ بايد د يادو خبرو په اړه د مشرانو جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

په ياده جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي وويل، چې امريکا له افغانستان سره د اشغال شوي هېواد په څېر چلند کوي.

دى وايي، چې هېواد ته د امريکا له راتګ وروسته امنيتي حالات کړکېچن شول، د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او د ترهګرو ډلو فعاليتونه هم ډېر شول.

هغه زياته کړه، د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ولسمشر ته اخطار ورکړى، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر پر ځاى د سياسي استازيتوب دفتر جوړ کړي.

زابلى وايي: ((ولسمشر بايد په دې اړه علني خبرې وکړي، چې امريکا له افغانستان نه څه غواړي.))

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، افغانستان يرغمل شوى هېواد نه دى، چې د جان کيرى او نورو فرمايشونه ومني.

هغه وويل: ((د دې ټيلېفوني خبرو محتويات بايد مشرانو جرګې ته واستول شي.))

هغه د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته دنده ورکړې، چې د يادو خبرو محتويات دې پيدا کړي او د شوو خبرو په اړه دې عمومي غونډې ته معلومات ورکړي، تر څو له مخې يې جرګه ملت ته يو پيغام ورکړي.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د فراه استازې بلقيس روشن وويل: ((ايران هره ورځ په بېلابېلو نومونو افغانان اعداموي، خو بيا هم ايرانيان افغانستان ته د خپل هېواد په توګه ګوري او د خپلو مشرانو ورځې دلته نمانځي.))

د هغې په وينا، د ملي شورا هر غړى ،چې په دې ډول غونډو کې برخه اخلي د هغو کسانو په وينو پښې اېښودل دي، چې د ايران له خوا اعداميږي.

روشن وايي، چې دافغانستان ځوانان حق لري، ترڅو د ايران د مشرانو انځورونه وسوځوي او پر ضد يې لاريونونه وکړي.

د هغې په اند، هر ځل چې د ايران پر وړاندې په افغانستان کې د عامو خلکو له خوا کوم غبرګون ښودل کېږي، حکومت يې هم پر وړاندې غبرګون ښيي.

په ياده جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري هم وويل، چې د ډيموکراسۍ له اصولو سره سم د افغانستان خلک حق لري، چې لاريونونه وکړي.

ده زياته کړه: ((د لاريون کوونکو حق دى، چې د چا انځورونه سوځوي او که نه.))

هغه زياته کړه، چې ولسمشر کرزي بايد د ګاونډيو هېوادونو د مشرانو د انځورونو په سوځولو خفګان نه واى ښودلى.

تېره ورځ ولسمشر کرزي په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د لاريون کوونکو له خوا د ګاونډيو هېوادونو د مشرانو د تصويرونو سوځول او د رسنيو له لارې په بيا بيا د هغو ښودل ناسم کار دى.

په کابل ښار کې د غبرګولي په نهمه په سلګونو تنو لاريون وکړ او په ترڅ کې يې د ايران د ولسمشر، مذهبي لارښود او د هغه هېواد د بيرغ ترڅنګ د ځينو افغان چارواکو تصويرونه وسوځول.

لاريون کوونکو د (مرګ پر ايران او په ملي شورا او حکومت کې د هغوى پر جاسوسانو) شعارونه ورکول او ځينو د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي، د بلخ د والي عطامحمد نور، د ولسي جرګې د غړو احمد بهزاد، محمدمحقق او لطيف پدرام چليپا شوي تصويرونه هم له ځان سره لېږدول.)

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.