ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له  دوو تنکيو هلکانو سرونه پرې شول

له دوو تنکيو هلکانو سرونه پرې شول

author avatar
10 Jun 2013 - 17:51
له  دوو تنکيو هلکانو سرونه پرې شول
author avatar
10 Jun 2013 - 17:51

کندهار، فراه (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٢ ) : د کندهار چارواکي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو په ژېړۍ ولسوالۍ کې له  دوو تنکيو هلکانو سرونه پرې کړي ، خو طالبان  دا ادعا ردوي. 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هلکان د ژېړۍ ولسوالۍ د نادې سيمې اوسېدونکي وو.

سرچينې زياته کړې، ياد هلکان تېره ورځ په داسی حال کې چې د سيمې د امنيتي ځواکونو د پوستې له کثافت دانۍ نه له غورځول شويو توکو څخه خوراکي توکي ټولول ، د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې تر نيولو وروسته وسله والو طالبانو له دغو لس کلن او ١٦ کلن هلکانو  سرونه پرې کړي او وژلي  يې دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل ، دوى نه يواځې دا چې دغه کار نه دى کړى، بلکې دغه کړنه که هر چا کړې وي، په کلکه يې غندي.

   ديوه  بل خبر له مخى، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن يې ژوندى نيول شوى دى .

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان د افغان ځواکونو په عملياتو کې چې د بهرنيانو هوايي ځواک يې ملګرتيا کوله، نن د بالابلوک په کنسک سيمه کې وژل شوي دي .

دى وايي، چې د وسله والو مخالفينو دوه پيکا ، دوه کلاشينکوفونه او دوه ار پي جي ٧ راکټونه د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي او د مخالفينو يو سراچه موټر او يو موټرسايکل هم له منځه تللي دي .

د بالابلوک ولسوال ملاسيدمحمد وويل، چې د يادو وژل شويو کسانو مړي دا مهال د ملي اردو له ځواکونو سره دي او نيول شوى تن د وسله والو مخالفينو يو قوماندان  دى .

د کنسک کلي ته د څېرمه کلي ” ګراني ” اوسېدونکي عبدالبصير وايي، دى هم خبر شوى چې په کنسک کې شپږ طالبان وژل شوي دي .

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو هغوى وايي، چې تېره ورځ له غرمې مخکې يې د يادې ولسوالۍ د ګراني ،ګنج اباد او شيوان په سيمو کې   له دولتي ځواکونو  سره  نښتې کړې دي .

هغوى ويلي، چې په دې نښتو کې د ملي اردو ٣ سرتيري وژل شوي او يو تن وسله وال طالب  او درې د ملي اردو سرتېري  ټپيان شوي دي .

خو ځايي حکومتي چارواکي د طالبانو دا څرګندونې بې بنسټه بولي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.