هرات (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): د هرات چارواکو ومنله، چې د علي سينا تښتوونکى او قاتل د يوې صحرايي محکمې د پرېکړې له مخې، د وسله والو طالبانو له خوا اعدام شوى دى.
يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د غبرګولي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې د علي سينا وژونکى کمال د طالبانو له خوا اعدام شوى دى.
د سرچيني په خبره، د اته کلن علي سينا د تښتونې او وژنې په تور پوليسو ٢١ تنه نيولي، خو کمال په تېښته بريالى او وسله والو طالبانو ته يې ځان سپارلى و.
علي سينا د هرات ښار د يوه سوداګر زوى و، چې شاوخوا يو کال مخکې د دغه سوداګر د شخصي ساتونکو په ملګرتيا وتښتول شو او تر تښتونې يوه مياشت وروسته يې مړى وموندل شو.
د پوليسو له لوري په نيول شوو ٢١ تنو کې د انجيل ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان هم شامل و، د ولسمشر د فرمان له مخې له يادو ٢١ کسانو درې يې دوه اونۍ مخکې اعدام شول او نورو ته يې له شپږو تر شلو کلونو د بند سزا ورکړل شوه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي هم دا منلې، چې د علي سينا وژونکى کمال د عبدالغفور زوى يې تېره ورځ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د خلکو په مخکې اعدام کړ.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن