څلورم تعقيب – کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد له امله ١٧ تنه وژل شوي او ٣٩ نور ټپيان دي.
دا څرګندونې د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دغه بريد نن له غرمې وروسته په څه باندې څلورو بجو د يوه کرولا موټر له لارې، په داسې حال کې تر سره شوى، چې د محکمې کارکوونکي کورونو ته روان وو او غوښتل يې چې موټرو ته پورته شي.
امين وايي، په وژل شويو کې دوې او په ټپيانو کې اته ښځې شاملې دي.
ده د نورو وژل شويو او ټپيانو په اړه نور معلومات ورنکړل.
خو د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال محمدظاهر له پېښې لږ وروسته پژواک ته ويلي و، چې په وژل شويو او ټپيانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د محکمې کارکوونکي او لارويان شامل دي.
ده هم نه و دي ويلي، چې له يادو کسانو څخه څو تنه يې د محکمې کارکوونکي او څومره لارويان دي.
په دې بريد کې چې د محکمې په ختيځه دروازه کې شوى، يو کاسټر موټر په بشپړ ډول له منځه تللى او ٤ کاسټر او ٧ کرولا ډوله موټر زيانمن شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو مشر ډاکټر محمدکبير اميري پژواک ته وويل، چې د کابل ښار روغتونونو ته د اتو تنو جسدونه او ٢٢ ټپيان وروړل شوي دي.
طالب وياند ذبيح ا لله مجاهد وايي، چې دغه بريد د دوى يو تن (انجنير عبدالواجد) تر سره کړى دى.
د ده په وينا، په دې بريد کې د محکمې ٥٠ تنه قاضيان او نور کارکوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي .
هغه وايي، د سترې محکمې پر کارکوونکو دغه بريد ځکه شوى، چې د دولت وسله وال مخالفين پر اعدام محکوموي او ظلم کوي .
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي ويلي: “دغه بريد يو ځل بيا وښوده چې طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي.”
ولسمشر د وژل شويو کسانو له کورنيو سره همدردي ښودلې، د تسليت مراتب يې ورته وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله کړې ده.
تېره ورځ هم اووه وسله والو مخالفينو له دوو نيم کاره ودانيو څخه د کابل پر هوايي ډګر بريد وکړ، چې په پايله کې يې بريدکوونکي ووژل شول او دوه ملکي وګړي برسېرن ټپيان شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن