ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دننګرهار اقتصادي راپور

author avatar
12 Jun 2013 - 10:55
author avatar
12 Jun 2013 - 10:55

جلال اباد ( پژواک۲۲غبرګولى٩٢)  : د ننګرهار چارواکي وايي ، چې د ياد ولايت د خلکو اقتصاد ٧٥ سلنه پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دى، خو په يو شمېر سيمو کې لا هم دکرنۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي، چې د بزګرو پر اقتصاد يې منفي اغېزه کړې ده.

دوى وايي ، چې که څه هم په تېرو څو کلونو کې د کرنې په برخه کې ډېر زيات کار شوى او د ډېرو بزګرو په اقتصاد کې مثبت بدلون راغلى ، خو لا هم مشکلات شته او پکار ده ، چې په دغه ولايت کې د پروسس لويې فابريکې،د محصولاتو د ساتنې په موخه لوى لوى ګودامونه او نور اړونده پروګرامونه پر لاره واچول شي، تر څو شته ستونزې هوارې شي.

 کرنه :

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ  رييس انجينر محمد حسين ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله په کرنه او مالدارۍ کې يو پر دوه پرمختګ شوى دى .

دى وايي ، چې يو شمېر داسې سيمې شته، چې خلک په کې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خو په ننګرهار کې داسې ځمکې هم شته ، چې ډېرې حاصلخېزه دي.

دى زياتوي: (( د بټي کوټ،کامې،ښېوې،دره نور،مهمندرې،غني خېلو،سره رود،بهسودو او يو شمېر نورې ولسوالۍ شته ، چې ځمکې يې ډېرې حاصلخېزه دي او اوبه په کې ډېرې پېدا کيږي.))

د رييس په خبره ، چې که د کرنې او مالدارۍ اړخ ته پاملرنه وشي او د اوبو د کمښت له پلوه د ځمکوالو او مالدارو اړتيا پوره شي، کرنيز اقتصاد به نور هم وغوړيږي.

د هغه په وينا، کرنه او مالداري د ميکانيزه کېدو او ماشيني کېدو پر لور روانه ده،چې په ننګرهار کې يې ډېر پرمختګ کړى دى، دى وايي چې په دې برخه کې د کرنې پراختيا بانک کولى شي د خلکو کرنيز اقتصاد پر پښو ودروي.

د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، ځمکوال او بزګر هر کال له ٧٥٠ زره جريبه اوبيزې او ١٧٠ زره للمي ځمکې څخه  زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.

د کرنې د رييس په وينا، چې په ننګرهار کې هر کال په زرګونه ټنه غنم،جوار،وربشې،وريجې ،مۍ او نور سابه توليديږي، چې ډېرى يې په خپله په ننګرهار او ګاونډيو ولايتونو کې په مصرف رسيږي.

ده د په خبره ،چې په  دغه ولايت کې ميوې هم شته، چې زردالو،الوچې،انګور،شفتالو او د ستروسو کورنۍ، چې مالتې ، نارنج او داسې نور په کې شامل دي په پراخه پيمانه پيداکيږي.

 ساپي وويل:((د بټي کوټ په ولسوالۍ کې زرګونه جريبه فارمونه دي ، چې په کې نارنج،چکلتره،مالټه،ليمو او تورنجان په کې کيږي))

نوموړى وايي، چې له دغو فارمونو څخه هر کال په زرګونه ټنه غنم ،هندواڼې او خټکي لاسته راوړي، چې ډېرى يې په ولايت او مرکز کې مصرف رسيږي.

ده وويل ،چې په ننګرهار کې يې د زعفرانو د کښت لپاره زمينه برابره کړې  او څو نمايشي تختې ځمکه يې کرلې ده، چې ښه حاصل يې ورکړى، همداراز يې په مختلفو ولسواليو کې سړې خونې جوړې کړي .

 نوموړى زياتوي ، چې د چرګوړو لوى فارمونه په دغه ولايت کې موجود دي او دغه راز د لبنياتو د پروسس يوه فابريکه هم فعاله ده.

همداراز د ننګرهار د کانال رييس انجينر زيارت ګل راحل پژواک ته وويل ، چې د ننګرهار کانال سږکال ډېرې سترې پروژې تر لاس لاندې لري ، چې په مختلفو برخه کې به عملي شي.

دده په خبره ، چې همدا اوس هم په ننګرهار کې د زيتونو فابريکه فعاليت لري او زيتون هم په فارمونو کې کيږي.

دى زياتوي: ((د زيتونو تېل،اچار،مربا او يو شمېر نور توليدات لرو او همدا ګړۍ فعاليت کوي.))

خو بلخوا د ننګرهار يو شمېر ځمکوال او بزګران   شکايت کوي، چې تر اوسه پورې ورسره لازمه مرسته نه ده شوې،دوى وايي چې د توليداتو لپاره يې لازم بازار نشته او ډېرى وخت يې توليدات خرابيږي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى حماد خان پژواک ته وويل، چې  په اوسني موسم کې يې ډېر روميان کرلي ، خو لازم بازار يې نشته ، ده وويل چې په اوسني وخت کې روميان راډېر شوي او په ننګرهار کې يې د ساتنې په موخه کوم سټور نه دى موجود، نو همدا وجه ده ، چې هر کال د ګټې پر ځاى تاوان کوي.

دى وايي: ((روميان راډېر شي، بيا يې څوک په ٤٠ روپۍ من نه اخلي، همدا روميان بيا پاکستان ته په پټه ځي هلته ترې روب جوړ کړي او بيا يې پر موږ بيرته خرڅوي.))

نوموړي وويل  چې که  په ننګرهار کې د سبزۍ د ساتلو په موخه يو لوى سټور جوړ شي، نو بيا به د بزګرو په اقتصاد کې مثبت رول ولوبوي.

د هغه په وينا، بزګران او ځمکوال اساسي او بنيادي مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د اوبو د کمښت ستونزه او دغه راز د محصولاتو د ساتنې او د مارکېټ موندل  دي.

د خوګياڼو د کوز بهار اوسېدونکى عرفان الله وايي ، چې د دوى په سيمه کې موسمي اوبه راځي او کله چې اوبو ته د دوى اړتيا وي ، نو په هغه وخت کې بيا اوبه ورکې شي ، نوموړى زياتوي،  دوى بيا مجبوريږي، چې په کوهيانو باندې خپل پټي اوبه کړي.

ده غوښتنه وکړه ، چې په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو او سبزيو  د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.

نوموړى وايي: (( دګازرو په وخت کې زموږ ګازرې څوک په لس روپۍ من نه اخلي، حال دا چې موږ پرې مصرف کړى وي، هماغه ګازرې پاکستان ته لاړې شي، هلته پروسس شي بيرته پرموږ خرڅيږي.))

عرفان الله د کرنې په برخه کې د شته ستونزو يادونه کوي او د حل لاره يې د بندونو جوړول، د کرنيز اقتصاد په پښو درول بولي .

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى او د کرنيزو چارو کارپوه حاجي سعيد حسن پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ځمکو د پالنې او باغدارۍ چارې ټولې په خپله خلکو او باغوانانو په غاړه اخيستي، چې په دغه برخه کې ورسره دولت بنسټيزه مرسته نه ده کړې.

دى وايي ، چې که  دولت غواړي د ځمکوالو او باغدارانو اقتصاد ته وده ورکړي ، نو له دوى سره دې بنسټيزه مرسته وکړي .

نوموړى زياتوي: (( نه دولت او نه هم کومې مرستندويې ټولنې په دې اړه کومه ځانګړې پاملرنه کړې ده، هر چا که کار کړى يواځې نمايشي دى.))

د حاجي سعيد حسن په خبره ، چې د کوټ ولسوالۍ ډېرى ځمکې په کاريزونو خړوبيږي، خو اوس په کاريزونو کې اوبه په کمېدو دي او بايد په غرنيو سيمو کې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز کرنه عصري شي، ځمکوالو او بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او د مېوو نيالګي ووېشل شي.

د ده په وينا، د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندل هم لومړى شرط دى، دولت په دې برخه کې بايد اسانتياوې برابرې کړي، په تېرو دوو کلونو کې د مارکېټ د نشتوالي له امله د خلکو سلګونه ټنه مېوې او سبزيجات يا خرابه شوي او يا په نيمه بيه پاکستان ته  لېږدول شوي.

نوموړى زياتوي: ((اوس مهال زموږ تر ٧٥% ډېر خلک په کرنه بوخت دي، نو دولت ته په کار دى، چې د کرنې د پراختيا او ودې لپاره ډېر کار وکړي او په دې برخه کې د خلکو لپاره نور کاري فرصتونه هم پيدا کړي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل او پخوانى ځمکوال ضابط امير محمد هم  د بزګرو  دغه ستونزه مني او وايي، چې په ننګرهار کې بايد د بزګرو د اقتصادي ودې په موخه د کرنيزو محصولاتو لپاره د پروسس فابريکې او نور سټورونه جوړ شي.

د ده په خبره، د کرنې په برخه کې له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته ونه شوه او نه يې د غلو او مېوو د ساتنې او پروسېس لپاره خونې او فابريکې جوړې شوې.

دى وايي: ((که چېرې په تېرو لسو کلونو کې په دغه برخو کې مرستې شوې واى، نو هېڅ ستونزه به نه راولاړېده.))

نوموړى ناامني د ستونزو اصلي لامل بولي او زياتوي، چې د ناامنۍ له امله د کرنې پراختيا ټکنۍ ده او دغه راز سوداګري او پانګوال خوندي شرايط نه لري.

د اميرمحمد په وينا، همدا لامل دى، چې په ننګرهار کې ٥٠%  خلک بېکاره شي او د بېکارۍ ستونزه نسبي امن هم زيانمن کړي.

سوداګري او پانګونه :

په ننګرهار کې يو شمير سوداګر له ناامنۍ سر ټکوي او وايي چې د ننګرهار ناامنۍ د دوى پر سوداګرۍ مستقيماً اغيزه کړې ده او د پخوا په پرتله يې په سوداګرۍ کې ٣٠% ټيټوالى راغلى دى.

د سوداګرو د اتحاديي مرستيال سوداګر حاجي فاروق وايي ، چې وروستيو ناامنيو يې په سوداګرۍ کې ښکاره بدلون راوستى او اوس دى هم په خلاص مټ سوداګري نه شي کولىز

 د ده په خبره، چې که  دولت د امنيت په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي، نو دوى هم کولى شي چې په خلاص مټ کار وکړي،مګر دا چې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې په دېرېدو دي ، نو د دوى پر سوداګرۍ يې هم تاثير غورځولى دى.

دى وايي: ((کوم اموال چې موږ له بهره راواردوو، دلته په لاره کې سل مشکلات وي، که تېل وي، ډېرى وخت په لاره کې د وسله والو له لوري ورته اور اچول کيږي او بهانه يې دا وي چې بهرنيو ځواکونو ته يې وړي.))

نوموړى زياتوي، چې څو ځله سوداګر او يا يې هم د کورنۍ غړي د ناپيژانده وسله والو له لوري تښتول شوي او د پېسو په بدل کې يا راخوشې شوي او يا هم وژل شوي دي.

دى پر دولت او ولايتي ادارې دا نيوکه هم کوي ، چې پانګوال پانګونې ته نه هڅوي او نه هم ورته زمينه برابروي.

ده وويل: ((اوس ما ته که په بل ولايت کې ښه زمينه برابره وي، زه هلته سوداګري کوم.))

دى وايي ، چې که دولت زمينه برابره کړي ، نو د ننګرهار سوداګر که په ننګرهار کې پانګونه وکړي ، نو د ګاونډيو ولايتونو بې کاره ځوانان هم په کار کولى شي .

په ننګرهار کې لسګونه وړې او لويي فابريکې هم موجودې دي ، چې خاوندان يې د برېښنا او مناسب چاپيريال له نه شتون څخه سر ټکوي .

دوى وايي، چې د غازي امان الله خان مېنې ته څېرمه ورته ايسا دفتر يو صنعتي ښارګوټى جوړ کړى، خو تر اوسه پورې يې په رسمي ډول ورته نه دى تسليم کړى.

سوداګر حاجي نجيب وايي، چې د نوي صنعتي ښارګوټي په فعاليدو سره به يو شمېر فابريکې جوړې شي، خو کاميابي يې يواځې په برېښنا او امنيت کې ده.

ده وويل: (( هلته چې برېښنا او امنيت نه وي ، زه څه کوم چې فابريکه جوړوم او خپله سرمايه ګذاري کوم.))

د سوداګرۍ د خونو رييس شکايت کوي،چې دولت د پانګوالو،سوداګرو او د کرنې په برخه کې د ځمکوالو او بزګرو هڅونې ته هېڅ پاملرنه نه لري او تر دې  مهاله اړوندو ادارو کومه طرحه  نه ده جوړه کړې.

نوموړى دا هم وايي ،چې هره ورځ ورته له ګڼو خواوو څخه ګواښونه کيږي او له ده څخه د پېسو غوښتنه کوي.

لاسي صنايع :

په ننګرهار ولايت کې د لاسي صنايعو په برخه کې د پخوا په پرتله اوس  لږ څه پرمختګ شوى دى، شاوخوا لس کاله وړاندې په دغه ولايت کې لاسي صنايع په ټپه درېدلې وې، مګر اوس د لاسي صنايعو لسګونه کوچنۍ فابريکې په دغه ولايت کې موجودې دي.

د قالينو د اوبدلو فابريکې په دغه ولايت کې موجودې دي، چې په لسګونه ځوانان په کې په کارونو بوخت دي، د قالين بافۍ د فابريکې يوه کار کوونکي نوراحمد پژواک ته وويل ، چې  هره مياشت په لسګونه قالينې په دغې کوچنۍ فابريکه کې جوړوي ، خو دوى د وړين تار له نشتوالي سره مخ دي.

نوراحمد وويل: ((تار له پاکستانه راوړو، نور مواد مو له پاکستانه دي، که چېرې دلته د وړيو فابريکې موجودې واى، نو دا ستونزه به کمه وه.))

ده وويل ، چې د قالينو د وينځلو او بياتي کولو ماشينونه هم دوى په ننګرهار کې نه لري، نو همدا وجه ده ، چې پر يوې قالينې ډېر مصرف راځي او که دا هر څه دلته موجود واى ، نو بيا به يې قيمت هم کم واى اوبازار به يې هم ښه واى .

کلال انورالحق پژواک ته وويل ،چې په ښار کې د خاورينو لوښو،منګيو او ځګو دوکان لري، خو د جلال اباد او يو شمېر نورو ښارونو کې يې کارونه خراب شوي  او هغه لوښي چې دوى يې جوړوي په ښار کې يې مينوال لږ دي.

دى وايي ،چې پخوا به اکثره خلکو له منګيو،چاټيو او نورو خټينو لوښو څخه استفاده کوله مګر اوس يواځې په يو شمير لرو پرتو ولسواليو کې ترې استفاده کيږي او په ښار کې يې څوک نه استعمالوي.

نوموړى وايي: ((نن سبا څوک تنور په ښار کې نه اخلي،منګي نه اخلي،کټوې نه اخلي،بازارونه ډېر  ساړه شوي دي.))

 د انورالحق په وينا، شاوخوا څلوېښت کاله پخوا په ننګرهار کې کلالۍ نوم درلود، د نورو ولايتونو خلکو به له دغه ولايت څخه منګي،کټوې او نور خټين لوښي وړل ، خومګر اوس يې هغه پخوانۍ خونده نشته.

 نوموړى له دولت څخه غوښتنه کوي،چې د لاسي صنايعو د ودې،پراختيا او پېژندنې لپاره دې په هېواد کې دننه او بهر نندارتونونه جوړ شي، ترڅو د لرغونو لاسي صنايعو لپاره نړيوال سوداګر وهڅول شي او د ننګرهار د اطلاعات او کولتور پر رياست نيوکه کوي ، چې تر اوسه پورې يې دنندارتونونو په برخه کې له دوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

په ټوليزه توګه،کروندګر،سوداګر او دعصري او لاسي برخو صنعتګر،د کار امن چاپېريال،کاري اسانتياوې او د دغو برخو د پراختيا او پرمختيا لپاره  وړ او مناسب شرايط غواړي.

د سوداګر ۍ په ډګر کې حيواني محصولات لکه د څارويو پوستکي ،وړۍ او دغه راز لبنيات يې ځانګړى ځاى لري،چې د پخوا په پرتله يې بازار لوېدلى دى.

د خامک دوزۍ د يوې وړې فابرېکې کارکوونکې عايشې پژواک ته وويل ، چې په دې وروستيو کې يې د خامکي غاړو بازار يو څه ښه شوى ، نوموړې زياتوي ، چې په لومړيو وختونو کې د دوى خامکي غاړې چا نه استعمالولې او ټولې هغه غاړې چې په پېښور کې به په ماشين کيدې خلکو به اخيستې ، خو اوس د دوى خامکي غاړو بازار پېدا کړى دى.

عايشه وايي: ((موږ د سړو غاړې کوو، نور د ښځو لپاره لوپټې او جامې هم جوړو، چې اوس يې بازار يو څه د پخوا په پرتله ښه شوى دى.))

نوموړې هم  شکايت کوي ، چې په افغانستان کې دننه د دوى د خامک مواد نه پېدا کيږي، نو دوى مجبور دي، چې له پاکستانه يې راوړي، چې له همدې امله يې توليدي توکي يو څه قيمته کيږي.

عايشې زياته کړه، چې که  خام مواد دوى ته په هيواد کې دننه برابر شي، نو  دوى به په اسانۍ  او ارزانه قيمت سره وکولى شي، چې خامکي غاړې،افغاني کميسونه او نور په لاس جوړ شيان بازارته وړاندې کړي .

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.