کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٢): د ميدان وردګو مسوولين وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په دغه ولايت کې ٣١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو پرون د سيداباد ولسوالۍ په پتان خېلو، يوسف خېلو او دواب تنګي سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ ټپي او نور ژوندي نيول شوي دي.
خوګياڼي دغه راز وويل، چې د لومړۍ بهسودو ولسوالۍ په کجاب سيمه کې د وسله والو مخالفينو د بهرام اړوند ډلې وسله والو غوښتل، چې په دې سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې د هوان بريد وکړي، خو عيار کړې مرمۍ پر دوى چاودېدلې ده.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د والي وياند وايي، چې د نر خ ولسوالۍ په خواجه کارېز او شاه کابل سيمو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي، چې د څو جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.
د يو بل خبر له مخې، د جغتو ولسوالۍ په سياه قول سيمه کې د حزب اسلامي ډلې او طالبانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې يو طالب وسله وال وژل شوى دى.
بلخوا د همدې ولسوالۍ په سعادت خېلو سيمه کې پنځه وسله وال طالبان د ملي اردو د عملياتو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.
د والي وياند دا هم وويل، چې د ملي اردو ځواکونو د ميدانښار د قيام لېسې د مدير په ګډون څلور ښوونکي له څلورو ريموټ کنټرولونو او چاودېدونکي توکو سره نيولي دي.
خوګياڼى وايي، چې نيول شوي کسان د ملي امنيت ادارې ته د پلټنو لپاره سپارل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په سيداباد ولسوالۍ کې يې د ملي اردو شپږو سرتېرو ته په يوه بريد کې مرګ ژوبله اړولې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن