ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنازې د ګډونوالو پر موټر چاودنه کې اته تنه ووژل شول

د جنازې د ګډونوالو پر موټر چاودنه کې اته تنه ووژل شول

author avatar
14 Jun 2013 - 15:14
د جنازې د ګډونوالو پر موټر چاودنه کې اته تنه ووژل شول
author avatar
14 Jun 2013 - 15:14

خوست ښار ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : د خوست ښار اړونده سيمه کې د جنازې د مراسمو د ګډونوالو پر يوه موټر د چاودنې له امله اتنه تنه ووژل شول.

دا چاودنه د غبرګولي په ٢٤مه‌، تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو د خوست ښار اړونده د چولان په سيمه کې شوې ده.

د خوست دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر ډګروال يعقوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جنازې تر مراسمو وروسته د ګډونوالو پر يوه سرف موټر چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي ، چې ډېرى يې قومي مشران وو.

دى وايي چې په دې چاودنه کې څوک ټپي شوى نه دى.

د حيات الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې دسيمې اوسېدونکو خپل يو ناروغ پاکستان ته ددرملنې لپاره وړل چې په قبايلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې طالبانو يو تن ښکته کړى او پرون يې وژلى و.

هغه زياته کړه  چې نن ددغه وژل شوي تن د جنازې تر مراسمو وروسته د ګډونوالو پر يوه موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې اته تنه ووژل شول.

دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې د کلي هغه ملا امام هم شامل دى، چې د ياد وژل شوي تن جنازه يې ادا کړې وه.

حيات الله دغه راز وويل چې په وژل شويو کې د يوې کورنۍ پنځه کسان هم شامل دي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي ددې پېښې د تاييد ترڅنګ پېښه په کلکه وغندله او د وژل شويو کسانو کورنيو سره يې غمرازي کړې ده.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د جنازې په مراسمو کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.