ترينکوټ (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې ماين چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د اروزګان ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه نن سهار د ګېزاب ولسوالۍ د خلکو پر موټر شوې ده.
خبر پاڼه زياتوي، د چاودنې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د دوو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د خبر پاڼې په وينا، ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
خبر پاڼه کاږي، په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د ماين چاودنو پېښې زياتې شوې، په تېره اونۍ کې هم د ماين چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د چورې ولسوال نجيب الله هم دا مني، چې د دې ولسوالۍ د کوتل په سيمه کې پر يوه ملکي موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه پژواک ته وويل، موټر د ګېزاب له ولسوالۍ مرکز ترينکوټ ته روان و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد او شپږ تنه په کې ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن